کابل(پژواک، ۲۸ مرغومی ۹۸): د ولسي جرګې رییس وايي چې د افغانستان د سولې خبرې د امریکا، طالبانو او پاکستان ترمنځ روانې دي، خو افغان حکومت په کې څنډې ته شوى دى.
د ولسي جرګې رییس میررحمن رحماني د دې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل، د سولې بهیر د امریکا، پاکستان او طالبانو له خوا پر مخ وړل کېږي او د ملت استازي په یاد بهیر کې ونډه نه لري.
هغه ددې په روښانولو چې د ملت استازي باید د سولې خبرو له هر پرمختګ څخه خبر وي زیاته کړه، له بده مرغه چې د ملت استازي د سولې له بهیره په بشپړ ډول ناخبر دي.
نوموړي پر دې په ټینګار چې د افغانستان د سولې بهیر د درېیو لوریو له خوا پر مخ وړل کېږي زیاته کړه: ((د سولې بهیر د پرمختګ په اړه ان حکومت معلومات نه لري، کله چې حکومت خبر نه وي نو موږ (ولسي جرګه) څه ډول خبر شو.))
دغه راز په ولسي جرګه کې د میدان وردګو د خلکو استازي عبدالرحمن وردګ پر دې په نیوکه چې د ملت استازي د سولې بهیر د پرمختګونو په اړه ناخبره دي وویل، د سولې اصلي مالکان په ملي شورا کې د خلکو استازي دي.
هغه ددې په څرګندولو چې په سترو ملي موضوعاتو کې باید د ملت کور نادیده ونه ګڼل شي د ناستې رییس ته په خطاب وویل: ((بې تفاوتې به نه کوو او باید ونه وایو چې موږ خبر نه یو.))
په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازې بلقیس روشن هم د افغانستان د سولې بهیر په اړه د ولسي جرګې د غړو پر بې خبرۍ نیوکه وکړه او ویې ویل، د خلکو استازو ته باید معلومات ورکړل شي، هسې نه چې ملي شورا د ژمي رخصتۍ پیل کړي او د خلکو د استازو له مشورې پرته له طالبانو سره معامله وشي.
د ولسي جرګې ځینو نورو غړو هم ورته څرګندونې درلودې.
بلخوا ولسمشرۍ ریاست هم وویل، تر اوسه افغان حکومت ته د سولې خبرو په اړه تازه جزيیات نه دي ورکړل شوي، څو ولیدل شي چې خبرې تر کومه ځایه رسېدلې دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي چې نن يې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې د جګړې پای ته رسېدل او په افغانستان کې د سولې ټینګښت د ولسمشر لومړیتوبونه وبلل او ویې ویل، افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو د پیل لپاره پر اوربند ټینګار کړی دی.
هغه اوربند د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د پیل شرط وباله او ویې ویل، که اوربند ونه شي د سولې خبرې به د پام وړ پایلې ونه لري.
نوموړي له طالبانو وغوښتل چې رامنځته شوی فرصت له لاسه ور نه کړي او د اوربند وړاندیز ومني او له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې پیل کړي، څو خلک د جګړې د پای ته رسېدو شاهد وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن