ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان د ډبرو سکرو کانونو کاریګر له نامعلوم برخليک سره مخ دي

author avatar
19 Jan 2020 - 15:22
author avatar
19 Jan 2020 - 15:22

پلخمری (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۸): د بغلان د ډبرو سکرو کانونو کارکوونکي وايي چې د حکومت نه پاملرنې او د اړتيا وړ اساسي ماشين الاتو نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.

د بغلان د ډبرو سکرو د څلورو کانونو کارکوونکو استازي سخي داد رضايي وايي چې شپږ اوونۍ مخکې يې د کانونو د بد حالت په اړه لاريون درلود، هغه مهال ولایت مقام د ولایتي شورا د غړو په منځګړتوب د ستونزو د هواري ژمنه وکړه، خو تر اوسه يې هېڅ اقدام نه دى کړى.

هغه پژواک ته وويل: ((موږ د کومې ادارې پر اوږو بار نه يو، نه ډېر معاش او لوړ امتيازات غواړو، د خپل ورځني سخت کار په بدل کې مناسبې پيسې غواړو، ترڅنګ يې د څلورو کانونو د خونديتوب مسئله ده، خو نه پوهېږو چې حکومت یې ولې په اړه چوپه خوله دی.))

دی زیاتوي، د بغلان چارواکو د کانونو په اړه وزارت ته راپور ورکړی خو د کانونو په وزارت کې د نرګس شاهين په نوم مسوولې ورته په ځواب کې ويلي چې هېڅ نه شي کولای.

بل کارکوونکی محمد اعظم وايي، شپږ میاشتې شوې چې د بغلان ډبرو سکرو په کانونو کې سلګونه کارکوونکي خپلسري لګيا دي، څوک نه حاضرېږي چې کانونه او کارکوونکي يې اړوندې مسوولې ادارې ته وسپاري.

د هغه په وينا، څوک وايي د شمال تصدۍ ته سپارل کېږئ او څوک وايي د غوري سمنټو فابریکې اړوند کارکوونکي ياست، خو د حکومت له بې پروايۍ سره سره دوی په کانونو کې کار نه دی بند کړى.

ده وويل، که په کان کې کار ونه شي، د چاودنو امکان په کې زياتېږي؛ ځکه نه غواړي کار بند کړي خو حکومت باید ملي شتمنیو ته په دومره سپکه سترګه ونه ګوري او د کارکوونکو برخليک دې معلوم کړي.

اعظم وايي، دوى د ورځې دومره کار کوي چې د چاودنو مخه ونيول شي.

بل کارکوونکی محمد حسن وايي، په کان کې باید فني کندنې وشي، اوس مهال کاریګر له اساسي وسایلو پرته لګيا دي.

د هغه په وينا، کاریګرو ته درمل، خواړه، مناسب وسایل او د کيندنې لپاره نورې اسانتیاوې نشته، د دې لپاره غوښتنې کوي خو څوک یې په اړه هېڅ نه وايي.

د بغلان د والي وياند نذير نجم وايي، د ډبرو سکرو کارکوونکو برخلیک، غوښتنې او د کانونو په اړه شته اندېښنې يې د اړوند وزارت له استازي سره چې څو ورځې وړاندې په همدې موخه بغلان ته راغلی و، شريکې کړې دي.

د هغه په وينا، پلاوي ورته ويلي چې بغلان د ډبرو سکرو کارکوونکي د بودجې له تشکیله ایستل شوي ځکه نه شي کولای دوی تجهيز کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.