ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شاوخوا دوو کلونو په تېرېدو لا هم د ګردېز حلقوي سړک کار نه دی پيل شوی

د شاوخوا دوو کلونو په تېرېدو لا هم د ګردېز حلقوي سړک کار نه دی پيل شوی

author avatar
19 Jan 2020 - 14:58
د شاوخوا دوو کلونو په تېرېدو لا هم د ګردېز حلقوي سړک کار نه دی پيل شوی
author avatar
19 Jan 2020 - 14:58

ګردېز (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٨): د ګردېز حلقوي سړک د سروې پرانيسته دوه کاله مخکې شوې وه، خو تر اوسه يې عملي چارې نه دي پيل شوې.

د ۱۳۹۶ کال د لړم مياشتې په ۲۶مه نېټه د پکتيا والي د ګردېز حلقوي سړک د سروې پرانيسته کړې وه او ويلي يې وو چې په درې مياشتې کې د سروې له بشپړېدو سره سم به د دې لويې پروژې کارونه پيل شي، خو له هغه راهيسې د نږدې دوو کلونو په تېرېدو نه يوازې د ياد سړک عملي چارې نه دي پيل شوې، بلکې لا يې د يوې برخې سروې هم نيمګړې پاتې ده.

د پکتيا ولايتي شورا او خلک د مسوولو ادارو په درواغجنو ژمنو او کم کارۍ نيوکه کوي او په دومره زياته موده کې د دغه سړک ان د لومړنيو چارو نه بشپړېدل د شرم وړ بولي.

د ولايتي شورا مرستيال ايوب غروال وايي چې دروغجنې ژمنې د کمزورې حکومتولۍ نښه ده او له دې امله د خلکو او دولت ترمنځ بې باوري او واټن رامنځته شوی دی.

هغه پژواک ته وویل: ((ښاري پراختيا ډېره اړينه ده، هغه ګڼه ګوڼه چې اوس په ښار کې ده او د نا امنۍ سبب هم ده، د دې لپاره به هم يوه اسانتيا رامنځته شوې وای، دا پروژه څه کم دوه کاله مخکې پرانيستل شوه، له والي صېب نه زموږ پوښتنه دا ده، کار يې ولې نه کېږي.))

د ولايتي شورا بل غړی محمد رحمن قادري ياد سړک د ګردېز ښار د اقتصادي او ښاري پراختيا او امنيت لپاره خورا اړين بولي او وايي، ټينګار کوي چې چارواکې بايد د پرانيستل شوو پروژو د کارونو د نه پيل په اړه خلکو ته ځواب ووايي.

قادري زياته کړه: ((په دې کې نه يوازې د فوايد عامې رياست، بلکې د پکتيا رهبري هم غافله حسابېږي چې ولې يې دغه کار تعقيب کړی نه دی او له مسوولې مرجع څخه يې پوښتنه نه ده کړې چې ولې د حلقوي عملي چارې چې په پکتيا کې ډېره اساسي پروژه ده او ښار ورسره پراخېږي، نه ده پيل شوې؟))

مدني فعال بلال معروف وايي چې اړوندې ادارې بايد د پروژې له پرانيستو مخکې د هغې د عملي کولو لپاره بودجه منظوره کړي او ټول تدابير ونيسي او له هغه وروسته له ځنډ پرته کار وکړي.

ده زياته کړه: ((موږ د دې شاهدان وو، دوی وعده کړې وه چې په درېیو مياشتو کې به يې سروې بشپړېږي، خو زه اوس د دې شاهد يم چې له تېرې څخه پر رباط باندې د تېرېدونکي سړک سروې بشپړه شوې نه ده او رياست څو ورځې وړاندې د دې غوښتنه کوله چې د سروې په بشپړولو کې دې ورسره مرسته وشي؛ نو په ټوله کې ولايتي اداره په زياتو ژمنو کې پاتې راغلې او په دې کې مرکز هم مسئول دی.))

د ګردېز اوسېدونکی عبدالله احمدزی وايي، خلک د حلقوي سړک پر پرانيسته خوښ و چې د ډېرو خلکو پر ژوند به مثبت اقتصادي اغېز وکړي، خو په خبره يې د چارو نه پيل يې ناهيلي کړي دي.

نوموړى وايي: ((د ګردېز پر حلقوي کار نه دی پيل شوی، له دې امله موږ سخته نيوکه لرو او پر ټولو مسوولو ادارو غږ کوو چې پر دې کار وکړي، که نه موږ به مجبور شو چې په دې اړه هم لارو ته راووځو.))

د پکتيا والي شميم خان کټوازی بيا وايي، هغه مهال يې يوازې د سړک د سروې پرانيسته کړې وه چې دوه برخې يې بشپړې شوې او د يوې برخې کارونه يې لا هم د ځينو امنيتي ستونزو لا امله پاتې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.