ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاریاب کې وسله والو کسانو د ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي

author avatar
19 Jan 2020 - 14:52
author avatar
19 Jan 2020 - 14:52

میمنه (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۸): د فاریاب سیمه ییز مسوولین په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا د ماشومانو او ښځو په ګډون د یوې کورنۍ د شپږو غړو د وژل کېدو ادعا کوي خو طالبانو د دې موضوع په اړه د څېړنو خبر ورکړی دی.

د اندخوی ولسوال سلطان محمد سنجر پژواک خبري اژانس ته وویل: «د طالبانو اړوند وسله والو کسانو تېره شپه شاوخوا لس بجې د اندخوی ولسوالۍ د مرکز لوېدیځ ته په یو کیلومترۍ کې د اورګنجې خانه کلي د یونس قره په نوم د چا کور ته ننوتلي او ډزې یې کړې دي.»

د نوموړي په خبره، د یادو کسانو په ډزو کې د یونس قره د درېیو لورڼو، دوو زامنو او یوه لمسي په ګډون د یادې کورني شپږ غړي وژل شوي او یوه مېرمن او یو د ۴۰ ورځو ماشوم ټپیان شوي دي.

هغه د یادې پېښې لامل انتقام اخیستونکی عمل وباله او زیاته یې کړه: «د یونس قره یو زوم چې د شېرین تګاب ولسوالۍ اوسېدونکی دی، مخکې یې د طالبانو په لیکو کې فعالیت درلود، خو له څه مودې راهیسې یې وسله لرې کړې او اندخوی ته راغلی، عادي ژوند یې کاوه، له همدې امله طالبانو په جنایت لاس پورې کړی.»

د طالبانو یوه مسوول له پژواک خبري اژانس سره د ټيلېفوني اړیکې په ترڅ کې دغه پېښه تایید کړې، خو ویې ویل چې ساحه د دولت تر واک لاندې ده او دغه کار د دې ډلې نه دی، سره له دې به هم یاده قضیه وڅېړي.

په اندخوی کې د طالبانو بل مسوول ملا امین له یادې پېښې بې خبري وښوده، ویې ویل چې د بیدار، توپان او ملا امین په نومونو د دوی درې سرګروپان چې د دولت له خوا د دې کورنۍ د غړو پر قتل تورن شوي، اوس مهال په پاکستان کې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.