کابل (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٨): د پاکستان د يوې مذهبي ډلې مشر مولانا فضل الرحمن وايي، دا به وروسته معلومه شي چې د طالبانو رامنځته کولو او پر وسلو د ځوانانو د روږدي کولو تر شا د مدرسو لاس و، که د پوځ او استخباراتو.
نوموړي دغه څرګندونې د تېرې پنجشنبې په ورځ په يوه علمي سيمينار کې کړې دي او د دې څرګندونو ويډيو په ټولنيزو شبکو کې مشهوره شوې ده.
هغه د پاکستان پر حکومت کلکه نيوکه کړې چې ګواکې په دغه هېواد کې يې د ديني مدرسو پر ضد اقدامات او دسيسې پيل کړې دي.
نوموړى وايي، داسې ويل کېږي چې ګواکې د ترهګريزو فعاليتونو تر شا ديني مدرسې دي او دا ادعا يې په کلکه رد کړې ده.
مولانا فضل الرحمن زياته کړې: ((په يوه مذهبي ټولنه کې ځوانان جهاد ته هڅونه د افغان جهاد پر مهال د امريکا او مغربي هېوادونو په غوښتنه پيل شوه.))
د هغه په وينا، امريکا د خپلو ګټو لپاره د جهاد په نامه له مذهبي ډلو قربانۍ غوښتې، په ديني مدرسو کې دا شى ډېر شو، خو اوس له ١٨ کلونو وروسته دغه کار د دوى د ډلې (جمعيت علماء اسلام) له خوا کنټرول شوى دى.
ده زياته کړې: ((دا به وروسته تاريخ په ډاګه کړي چې په پاکستان کې د طالبانو رامنځته کولو او پر وسلو د ځوانان روږدي کولو کې د چا لاس و؟ ايا د دې تر شا د مدرسو لاس و، که د پوځ او استخباراتو؟ دا به هر څه وروسته روښانه شي.))
د يادونې ده، په پاکستان کې زرګونه خصوصي مدرسې شته چې ځينې يې په مذهبي ډلو پورې تړاو لري، خو اوس د پاکستان حکومت پلان لري چې دا ټولې خصوصي مدرسې د حکومت تر کنټرول لاندې راولي.
خو د مولانا فضل الرحمن په ګډون ګڼ شمېر مذهبي ګوندونه د پاکستان د حکومت د دې پرېکړې مخالفت کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن