کابل (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٨): ولسمشر سربېره پردې چې وايي کابل ښاروالي بايد د کابل له ختيځ سره د مور او ميري شوى چلند جبران کړي، د برېښنا شرکت ته ګواښ وکړ، که په درې اوونيو کې د کابليانو د برېښنا د بلونو ستونزه حل نه کړي، مرستيالان به يې له دندو ګوښه کړي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د ملي بحث په پنځمه ناسته کې د کابل ښار د ۱۲، ۲۱ او ۲۲ ناحیو او بګرامیو ولسوالۍ اوسېدونکو سره نن له غرمې مخکې په سلام خانه ماڼۍ کې وکتل.
سرچينه کاږي، په دغې غونډه کې چې د هېواد لومړۍ مېرمن او یو شمېر حکومتي مسوولینو هم حضور درلود، صفي الله هوتک د معارف او ځوانانو، مولوي سیدزین العابدین د علماوو، رقیې بارکزۍ د ښځو، حاجي محمدګل هوتک د ګذر وکیلانو، انجنیر امان الله ترین د اصنافو او قومي مشرانو په استازیتوب د خبرو پرمهال له جمهور رئیس غني څخه له دې امله مننه وکړه چې د خلکو د ستونزو د حل په موخه یې دغه اقدام او نوښت کړی.
ویناوالو د ناامنۍ، د غلو د مجازات، د معارف او ښوونځیو، د سړکونو او کوڅو د پخولو، کانالونو، د مجهز روغتون د نشتوالي، د ځمکو د غصب، برېښنا، د ښاري ترانسپورټ، د جوماتونو د رسمي کولو، د څښاک اوبو، د زورواکانو د ځپلو، د نشه یي توکو، د دارالعلوم جوړولو، د هدیرې لپاره د ځمکې ورکولو، د علماوو او مدرسو د مصئونیت، د ښځو د استخدام، د وړکتون د نشتوالي، د پولیسو د تشکیل د کمبود، حلقوي سړک ، د کثافاتو د انتقال او نورې ستونزې او وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل.
جمهور رئیس غني له یادو ویناوالو څخه له دې امله چې د خلکو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه یې په وضاحت ورسره شریک کړل، وویل، د کابل ختیځ سره د مور او میرې چلند شوی اوښاروال ته یې لارښوونه وکړه چې دغه شوې بې عدالتي باید جبران او همدارنګه ژر تر ژره دې د هدیرې د ځمکې لپاره خپل پلان تطبیق کړي.
ده همدارنګه ښاروال ته هدایت وکړ چې له دې وروسته کثافات د کابل ختیځ ته نه شي وړلی، د دې لپاره باید یوه لاره او ترتیب جوړ شي، ځکه د خلکو زغم نور پای ته رسېدلی دی.
هغه د دې په څرګندولو سره چې د کابل ختیځ به په پرمختللې ساحه بدل شي، د افغانستان د برېښنا شرکت رئیس ته لارښوونه وکړه، که په درې اوونیو کې د کابل ښار د خلکو په ځانګړي ډول د بېلونو ستونزه حل نه کړي، نو مرستیالان به یې له دندو لرې کړي او په ټینګار سره یې وویل، د برېښنا په برخه کې له خلکو سره توپیري چلند د منلو وړ نه دی.
غني څرګنده کړه، له کابل ښاریانو سره د ملي بحث دغه لړۍ به ادامه ولري او په پایله کې یې باید واضح پرمختګونه رامنځته شي. همدارنګه یې له خلکو څخه وغوښتل چې د کوڅې، ګذر، ناحیې او ولسوالۍ په کچه شوراګانې جوړې کړي.
هغه زیاته کړه، په بېلابېلو ادارو کې به د ښځو استخدام زیات او د ځمکو د غصب مخه ونیول شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن