ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې ٤٣ مېرمنو ته د موټر چلولو جوازونه ورکړل شول

بلخ کې ٤٣ مېرمنو ته د موټر چلولو جوازونه ورکړل شول

author avatar
19 Jan 2020 - 17:48
بلخ کې ٤٣ مېرمنو ته د موټر چلولو جوازونه ورکړل شول
author avatar
19 Jan 2020 - 17:48

مزارشريف ( پژواک، ۲۹مرغومی ۹۸) : د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې ۴۳ مېرمنو له يوې مياشتنۍ مسلکي او عملي زده کړو وروسته د موټر چلولو جوازونه تر لاسه کړل.

دغه مېرمنې چې ډېری يې د بلخ پوهنتون استادانې دي وايي، چې موخه يې دا ده څو پر ځان بسيا شي او د اړتيا پر مهال خپله موټر وچلولای شي.

له دې سره د بلخ د ترافيکو مديريت وايي، چې وروستيو کلونو کې مزارشريف ښار کې له موټر چلونې سره د نجونو او مېرمنو لېوالتيا زياته شوې ده.

د مزارشريف ښار په بلخ پوهنتون کې د مرغومي په ۲۹مه، هغو ۴۳ مېرمنو ته د موټر چلونې جوازونه ورکړل شول، چې د يوې مياشتې په موده کې يې ډرېوري زده کړې وه.

ياده روزنيزه لړۍ د افغانستان د روښانه نن او سبا بنسټ له خوا د بلخ د ښځو چارو رياست او ترافيکو مديريت په همکارۍ پلې شوې ده.

د افغانستان د روښانه نن او سبا بنسټ مسوول نجيب الله غضنفر پژواک ته وويل، چې موخه يې دا ده؛ څو هغو مېرمنو ته د موټر چلولو هنر ور زده کړي، چې لېوالتيا يې لري.

هغه زياته کړه، درې کاله وړاندې يې فعاليت پيل کړ، چې تر دې مهاله يې شاوخوا درې زره تنو مېرمنو ته په مسلکي ډول ډرېوري ور زده کړې او جوازونه يې ورکړي دي.

نوموړي وويل: (( هغه مېرمنې چې موږ سره ثبت نام کوي، هغوی ته د موټر چلولو د زده کړې لړۍ پيل کوو، ځانګړی مهالوېش لري، له تيوري او عملي زده کړو وروسته يې د بلخ ترافيکو مديريت ته راجع کوو، کله چې هغوی ازموينه ترې واخلي او دوی کاميابې شي، بيا د ډرېورۍ جواز ورکوو)).

غضنفر زياتوي، لا هم زيات شمېر مېرمنې او نجونې شته چې د موټر چلونې زده کړو سره لېوالتيا لري؛ خو د کورنيو له خوا اجازه نه ورکول کېږي.

د هغه په وينا، د ډرېورۍ پر مهال د نارينه وو له خوا د مېرمنو ځورول بله ننګونه ده، چې مېرمنې ورسره لاس او ګرېوان دي.

هغه وويل، چې د يادې ستونزې د حل لپاره هم دوی د عامه پوهاوي ځيني پروګرامونه تر لاس لاندې لري، چې له مخې به يې د مېرمنو له خوا د موټر چلولو په اړه ناسم ذهنيتونه څه نا څه اصلاح شي.

مريم پارسا د بلخ پوهنتون اداري کارکوونکې ده، چې په دغه يوې مياشتنۍ روزنيزه لړۍ کې يې موټر چلول زده کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.