د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سرور دانش: پر امارتي نظام هوکړه سوله نه ده، د جګړې سختوالی دی

سرور دانش: پر امارتي نظام هوکړه سوله نه ده، د جګړې سختوالی دی

Jan 19, 2020 - 19:07

کابل (پژواک، ٢٩ مرغومی ٩٨): د ولسمشرۍ ریاست دویم مرستیال وايي چې د تاوتریخوالي کمول او ورته نور مسایل یوه مبهمه طرحه، له سولې یو ډول تېښته او د خلکو او نړیوالې ټولنې دوکه کول دي.

سرور دانش نن د بښنې نړیوال سازمان له خوا د «د بشري حقونو د مدافعینو د ساتنې ستراتيژۍ پرانيسته» تر عنوان لاندې جوړو شوو مراسمو ته وویل، پر امارتي سوله توافق سوله نه بلکې د جګړې شدت دی.

ده ټينګار وکړ چې پر امارتي یا بل هر ډول نظام چې له هغه څخه د دیکتاتورۍ او ظلم غږ پورته کېږي او د جمهوریت اصل او بشري حقونه نقض کړي، ټينګار نه یواځې سوله نه شي راوستلای، بلکې په افغانستان کې به په بل نوم جګړه سخته کړي.

دغه لوړ پوړي دولتي چارواکي زیاته کړه: ((ښايي د طالبانو او د دوی د پلویانو له خوا په داسې توجیهاتو امریکا حاضره شي چې د سولې تړون لاسلیک کړي، خو دا د افغانستان د خلکو چې د قضیې اصلي لوری دی، هېڅ ستونزه نه شي حلولای.))

دانس د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو پرمختګ ته په اشاره وویل: ((موږ د افغانستان د دولت او ملت په توګه له شک پرته د سولې د ټينګښت هرکلی کوو او د سولې ټينګښت او جګړې پای ته رسول د افغانستان د خلکو پخوانۍ هیله ده.))

خو هغه د سولې خبرو د میکانیزم او د یادو خبرو لپاره د مناسبې فضا په اړه وویل: «د افغان حکومت په محوریت د بین الافغاني مستقیمو خبرو» او «سراسري اوربند» تر پیلېدو د دواړو لوریو ترمنځ هېڅ باور او د راتلونکې لپاره هېڅ هیله مندي نشته.

سرور دانش د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، تر اوسه د سولې په خبرو کې د مدني بنسټونو، سیاسي ګوندونو او قومي ډلو په ګډون حکومت او خلک څنډې ته پرېښودل شوي او په داسې وضعیت کې د سولې رښتینې کېدل امکان نه لري.

د ولسمشر مرستیال دغه راز ټينګار وکړ: ((د افغانستان خلک داسې سوله مني چې ټول شموله وي او له جګړې لاس واخیستل شي او د دېموکراتیک او قانوني میکانیزمونو له لارې په قدرت کې د ګډون د افغانستان د خلکو لپاره د سیاسي سوله ییز ژوند چاپېریال برابر کړي.))

نوموړي د جمهوریت اصل، د ښاریتوب او بشري حقونو د خوندیتوب اصل ته په اشاره چې د افغانستان د خلکو د ټولو اساسي اصولو او ارزښتونو په سر کې دي، وویل: (( ټاکنې، د بیان ازادي، د رسنیو ازادي او د ښځو او اقلیتونو حقونو ته احترام د خلکو د بشري حقونو لومړني اصول دي چې باید نادیده ونه ګڼل شي.))

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت له دې مخکې ګواښ کړی و چې که د امریکا او طالبانو استازي په خپلو خبرو کې پر اوربند توافق ونه کړي، د سولې هڅې به بې پایلې وي.

په ورته وخت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لسم پړاو د لیندۍ په ۱۶ مه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۲ مې یې دوام وکړ، اصلي موضوع د تاوتریخوالي کمول او د اوربند اعلان و.

خو افغان حکومت اوس ټینګار کوي چې له اوربند پرته د «تاوتریخوالي کمښت» په نوم طرحه ورته د منلو وړ نه ده.

تر اوسه د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ ۱۰ ناستې چې نهه یې په دوحه او یوه ناسته د عربي امارتو په ابوظبۍ ښار کې ترسره کړې دي.

بلخوا سرور دانش د خپلو خبرو په یوه برخه کې په هرات ولایت کې د شریعت او اسلامي احکامو د تطبیق په نوم پر وروستیو حرکتونو نیوکه وکړه.

نوموړي وویل: ((مذهبي او نژادي تعصب ته لمن وهل او بې اتفاقي یو ځل بیا هېواد سقوط لوري ته وړي او بلخوا ښځو ته سپکاوی او د دوی انساني حقونو ته په کمه سترګه کتل د پرمختللې پوهنې او انساني دین سره ښکاره په ټکر کې دي او ټولنه او کورنۍ تباهۍ لوري ته وړي.))

د ولسمشر د مرستیال وروسته له هغې یاد غبرګون څرګندوي چې په دې وروستیو کې په هرات ولایت کې د مجیب الرحمن انصاري په نوم یوه دیني عالم په خپلو توندو دیني، مذهبي او قومي څرګندونو په یاد ولایت او د هېواد په نورو سیمو کې عمومي اذهان تحریک کړي دي.

د ولسمشر مرستیال د اندېښنې په څرګندولو سره وویل، په افغانستان کې د دېموکراسۍ او بشري حقونو پر بنسټ ولاړ نظام څخه ۱۸ کاله وروسته هم په دغه هېواد کې په ښکاره ډول له عدالت، برابرۍ، اسانتياوو، جنیستي، ژبني او مذهبي تبعیض مخالف  او افراطي څرګندونې مطرح کېږي.

د دانش په خبره، تر اوسه داسې وضعیت شته چې یو څوک د خپل نژاد له امله رټل کېږي، بل د خپل مذهب په نوم نه یواځې له خپلو بشري حقونو بې برخې شوي بلکې په هېواد کې د ناامنۍ او بې ثباتۍ لامل بلل کېږي او درېیم د خپل جنسیت له امله طفیلي او تبعي موجود پېژندل کېږي.

د ولسمشر ویاند د اسلامي فقهې او شریعت د تطبیق په اړه پر افراطي برداشت نیوکه وکړه او په هرات کې له ښځو ژورنالېستانو سره د ترسره شوي عمل په غبرګون کې یې وویل، په یاد کنفرانس کې ښځو خبریالانو ته یواځې په دې خاطر د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې چې ښځې دي.

دانش وویل: ((په دې حالت کې هم اساسي قانون نقض شوی او هم د رسنیو قانون او هم اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون، دغه راز په ښکاره ډول د ښځو بشري حقونو ته په کمه سترګه کتل شوي او د دوی ښځې توب او انسان توب ته سپکاوی شوی دی.))

هغه په یاده برخه کې د نارینه خبریالانو په کړنو نیوکه وکړه او ویې ویل: ((جالبه داده چې نارینه خبریالان چې باید د ښځو د حقونو او بیان ازادۍ ملاتړي وي، په داسې حال کې چې یواځې کتونکي دي او چوپ پاتې کېږي.))

استاد دانش ټینګار وکړ چې په دې برخه کې نور دولتي او غیر دولتي بنسټونه هم ((د بې مورده مصلحتونو)) په اړه چوپ پاتې شوي دي.

د ولسمشر مرستیال د افغانستان له خلکو په ځانګړې توګه فرهنګي، علمي بنسټونو او په ځانګړې توګه دیني عالمانو، استادانو او لیکوالانو وغوښتل چې د دغه ډول حرکتونو پر وړاندې روشنفکرۍ ته توجه وکړي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement