ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرور دانش: پر امارتي نظام هوکړه سوله نه ده، د جګړې سختوالی دی

سرور دانش: پر امارتي نظام هوکړه سوله نه ده، د جګړې سختوالی دی

author avatar
19 Jan 2020 - 19:07
سرور دانش: پر امارتي نظام هوکړه سوله نه ده، د جګړې سختوالی دی
author avatar
19 Jan 2020 - 19:07

کابل (پژواک، ٢٩ مرغومی ٩٨): د ولسمشرۍ ریاست دویم مرستیال وايي چې د تاوتریخوالي کمول او ورته نور مسایل یوه مبهمه طرحه، له سولې یو ډول تېښته او د خلکو او نړیوالې ټولنې دوکه کول دي.

سرور دانش نن د بښنې نړیوال سازمان له خوا د «د بشري حقونو د مدافعینو د ساتنې ستراتيژۍ پرانيسته» تر عنوان لاندې جوړو شوو مراسمو ته وویل، پر امارتي سوله توافق سوله نه بلکې د جګړې شدت دی.

ده ټينګار وکړ چې پر امارتي یا بل هر ډول نظام چې له هغه څخه د دیکتاتورۍ او ظلم غږ پورته کېږي او د جمهوریت اصل او بشري حقونه نقض کړي، ټينګار نه یواځې سوله نه شي راوستلای، بلکې په افغانستان کې به په بل نوم جګړه سخته کړي.

دغه لوړ پوړي دولتي چارواکي زیاته کړه: ((ښايي د طالبانو او د دوی د پلویانو له خوا په داسې توجیهاتو امریکا حاضره شي چې د سولې تړون لاسلیک کړي، خو دا د افغانستان د خلکو چې د قضیې اصلي لوری دی، هېڅ ستونزه نه شي حلولای.))

دانس د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو پرمختګ ته په اشاره وویل: ((موږ د افغانستان د دولت او ملت په توګه له شک پرته د سولې د ټينګښت هرکلی کوو او د سولې ټينګښت او جګړې پای ته رسول د افغانستان د خلکو پخوانۍ هیله ده.))

خو هغه د سولې خبرو د میکانیزم او د یادو خبرو لپاره د مناسبې فضا په اړه وویل: «د افغان حکومت په محوریت د بین الافغاني مستقیمو خبرو» او «سراسري اوربند» تر پیلېدو د دواړو لوریو ترمنځ هېڅ باور او د راتلونکې لپاره هېڅ هیله مندي نشته.

سرور دانش د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، تر اوسه د سولې په خبرو کې د مدني بنسټونو، سیاسي ګوندونو او قومي ډلو په ګډون حکومت او خلک څنډې ته پرېښودل شوي او په داسې وضعیت کې د سولې رښتینې کېدل امکان نه لري.

د ولسمشر مرستیال دغه راز ټينګار وکړ: ((د افغانستان خلک داسې سوله مني چې ټول شموله وي او له جګړې لاس واخیستل شي او د دېموکراتیک او قانوني میکانیزمونو له لارې په قدرت کې د ګډون د افغانستان د خلکو لپاره د سیاسي سوله ییز ژوند چاپېریال برابر کړي.))

نوموړي د جمهوریت اصل، د ښاریتوب او بشري حقونو د خوندیتوب اصل ته په اشاره چې د افغانستان د خلکو د ټولو اساسي اصولو او ارزښتونو په سر کې دي، وویل: (( ټاکنې، د بیان ازادي، د رسنیو ازادي او د ښځو او اقلیتونو حقونو ته احترام د خلکو د بشري حقونو لومړني اصول دي چې باید نادیده ونه ګڼل شي.))

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت له دې مخکې ګواښ کړی و چې که د امریکا او طالبانو استازي په خپلو خبرو کې پر اوربند توافق ونه کړي، د سولې هڅې به بې پایلې وي.

په ورته وخت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لسم پړاو د لیندۍ په ۱۶ مه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۲ مې یې دوام وکړ، اصلي موضوع د تاوتریخوالي کمول او د اوربند اعلان و.

خو افغان حکومت اوس ټینګار کوي چې له اوربند پرته د «تاوتریخوالي کمښت» په نوم طرحه ورته د منلو وړ نه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.