د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سرچینې: ښايي تر راتلونکو دوو مياشتو "بين الافغاني" مذاکرات پيل شي

سرچینې: ښايي تر راتلونکو دوو مياشتو "بين الافغاني" مذاکرات پيل شي

Jan 19, 2020 - 11:25

کابل (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٨): باوري سرچينې وايي چې په راتلونکو دوو مياشتو کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بين الافغاني مذاکراتو پيلېدو امکان شته.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا او طالبانو ترمنځ له يوه کال راهيسې روانې خبرې اترې په وروستيو مرحلو کې دي او ممکن په راتلونکو څو ورځو کې يې ترمنځ تړون لاسليک شي.

سرچينې وايي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ نورې خبرې خلاصې دي، خو پر اوربند او د تاوتريخوالي کمولو په تړاو يې ترمنځ بن بست لا شتون لري.

يوې باوري سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د مرغومي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون له لاسلیک وروسته ممکن په راتلونکو دوو مياشتو کې بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

سرچينې زياته کړې چې په همدې موخه د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړى استازى مارکوس پوټزل له يوه قوي پلاوي سره کابل ته رسېدلى او له پرون راهيسې يې ليدنې کتنې کړې پيل کړې دي.

هغه په کابل کې له پخواني سفير حضرت عمر زاخېلوال، د بهرنيو چارو وزارت له پخواني مرستيال حکمت خلیل کرزي او يو شمېر نورو سياسيونو سره د بين الافغاني مذاکراتو په اړه سلا مشورې کړې دي.

د افغان سولې په تړاو نړيوالې هڅې هم ګړندۍ شوې دي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر يوناما مشر تداميچي ياماموتو د جمعې په ورځ په دوبۍ کې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د اروپايي ټولنې له استازو سره ليدلي او د افغان سولې په تړاو يې پر وروستو هڅو او هلو ځلو سلا مشورې کړې دي.

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزير، شاه محمود قریشي هيله مندي ښودلې چې د اسلام اباد په همکارۍ د سولې د خبرو په مټ د افغانستان کړکېچ پای ته رسېدونکی دی.

هغه چې تېره شپه قطر ته رسېدلى، په دوحه کې يې له خپل قطري سيال محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني سره په ليدنه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د روانو خبرو په اړه غږېدلی دی.

له دې مخکې د طالبانو ویاند ویلي و چې استازي یې له امریکايي لوري سره د سولې د تړون پر لاسلیک او اړوندو مراسمو غږېدلی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د تېرې جمعې په ورځ په واشنګټن کې له خپل امریکايي سیال مایک پومپیو او ځینو نورو امریکايي چارواکو سره د افغان سولې په برخه کې د پاکستان د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

بلخوا افغان حکومت بیا ټینګار کړی چې که د امریکا او طالب استازو ترمنځ پر اوربند هوکړه ونه شي، د سولې لپاره به د کابل او واشنګټن ګډې هڅې بې پايلې وي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي پرون په يوه خبري کنفرانس کې وويل، تر اوسه د تاوتریخوالي د کمولو یا اوربند په اړه کوم پرمختګ نه دی شوى.

هغه زياته کړې، اوربند، باعزته او تلپاتې سوله د خلکو او دولت ګډه غوښتنه ده، د سولې خبرو له پيله د افغانستان حکومت او خلکو د اوربند د ټينګښت غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې مثبت ځواب نه دى ترلاسه کړى.

د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين پاکستانۍ رسنۍ ډان ته ويلي، تمه چې طالبان راتلونکو څه کم دوو اوونیو کې له امریکا سره د سولې هوکړې لاسلیک کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement