کابل (پژواک، ٢٩ مرغومی ٩٨): د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې اعلان وکړ چې د ګازو د بیو لوړوالي د مخنیوي لپاره په هېواد کې د نفتي توکو سوداګرو ژمنه وکړه چې یو کیلو مایع ګاز په عمده ډول په ۵۲ افغانۍ وپلوري.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستۍ یوه میاشت کې د هوا په سړېدو د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د ګاز بیه په بې ساري ډول لوړه شوې او خلک د ګاز د بیو له لوړوالي د اندېښنې ترڅنګ له حکومته غواړي چې د ډېرو پیسو اخیستو مخه ونیسي.
د پژواک د یوه راپور له مخې، د روان کال د لېندۍ میاشتې په وروستیو کې په کابل ښار کې د یو کیلو مایع ګاز بیه ۶۰ افغانۍ وه، خو د تېرې اوونۍ په وروستیو کې یو کیلو مایع ګاز په ۱۰۰ افغانۍ پلورل کېده چې نږدې ۷۰ سلنه لوړوالی ښيي.
د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې په هغې خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې پژواک هم ترلاسه کړې راغلي: ((د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د مایع ګاز د بیې لوړېدو له امله د هېوادوالو ستونزې درک کوي او د کابل او ولایتونو د اوسېدونکو په ملاتړ یې د څو ناستو په ترڅ کې د ګاز له سوداګرو وغوښتل چې د ډېر ګاز واردولو او په ټيټه بیه د ګازو د پلور اقدام وکړي، سوداګرو یادې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړ.))
په خبرپاڼه کې د درنې واورې له امله د لویو لارو بندېدل او د زېرمو محدودیت په کابل ښار کې د مایع ګازو د بیو لوړېدو لاملونه بللي دي.
د خبرپاڼه کاږي، که څه هم کابل ښار ته د مایع ګاز د ټانکرونو په راتلو د ګاز بیې تر یوې کچې ټيټې شوې خو د مایع ګاز سوداګرو اعلان وکړ چې په کابل کې په عمده ډول یو کیلو مایع ګاز په ۵۲ افغانۍ پلوري.
د افغانستان د سواګرۍ او پانګونې خونه خلکو ته ډاډ ورکوي چې د دې خونې د غړو سوداګرو په همکارۍ به د نفتي موادو او مایع ګاز د بیو د لوړېدو مخه نیسي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن