ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملا برادر: په افغانستان د بې ثباتۍ جرړه امريکا ده

ملا برادر: په افغانستان د بې ثباتۍ جرړه امريکا ده

author avatar
19 Jan 2020 - 10:14
ملا برادر: په افغانستان د بې ثباتۍ جرړه امريکا ده
author avatar
19 Jan 2020 - 10:14

کابل (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٨): د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر وايي، امريکا افغانستان ته په راتګ سره ستره تېروتنه کړې او د خلکو د وژنو لامل شوې ده.

د طالبانو مرستيال مشر او د دې ډلې يو له بنسټ اېښودونکو ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې له (فرنټ لاين) رسنۍ سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

هغه زياته کړې، په افغانستان کې جګړه هغه مهال  پاى ته رسېږي چې امريکا له افغانستانه ووځي.

ده ويلي: ((امريکا افغانستان ته له راتګ او د جګړې  په پيلولو سره ستره تېروتنه وکړه. د دې لپاره چې د هغوی اصلي موخه يو کس  اسامه بن لادن  و، هغه اوس نشته، موږ اوس مکلف يو چې د خپل هېواد دفاع د سر په بیه وکړو.))

د طالبانو دغه مشرتابه غړي پر امريکا تور پورې کړى چې افغانستان ته په خپل راتګ سره په دغه هېواد کې د بې ثباتۍ لامل شوې ده.

ملا برادر ويلي، دا امریکا وه چې د افغانستان خلکو ته يې ستونزې جوړې کړې، که چېرې امريکا نه وای، دومره وژنې نه کېدې.

د طالبانو د قطر دفتر دغه مشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې د امريکا له وتلو وروسته به دوى وکولاى شي ستونزې هوارې کړي؟ وويل: ((که چېرې امریکا په افغانستان کې نه وي، په ډاډ سره به موږ په خپل منځ کې يوې هوکړې ته ورسېږو؛ ځکه چې افغان حکومت هم افغانان دي او طالبان هم  افغانان دي.))

د ښځو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ملا برادر څرګند ځواب نه دى ورکوي او دومره وايي چې ښځې کولای شي خپلو حقونو ته لاسرسی ولري؛ خو يوازې د هغه تفسیر پر بنسټ چې دغه ډله يې د اسلام له شريعته کوي.

هغه وايي: ((په دې اړه د طالبانو په نظر کې هېڅ بدلون نه دی راغلی، موږ ټول هغه حقوق چې الله ج ښځو ته ورکړي، منو... د اسلامي قانون په رڼا کې ښځې غواړي ژوند او کار وکړي، مطمیناً چې موږ اجازه ورکوو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.