د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ننګرهار کې د سولې په اړه د شعر او انځورګرۍ کلنی فيسټيوال ترسره شو

په ننګرهار کې د سولې په اړه د شعر او انځورګرۍ کلنی فيسټيوال ترسره شو

Jan 19, 2020 - 18:54

جلال اباد (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۸): په ننګرهار کې د سولې په اړه د شعر او انځورګرۍ کلنی ملي فيسټيوال ترسره شو چې په کې د دغه ولايت ۲۵۰ تنو شاعرانو او انځورګرانو برخه اخيستې وه.

مسوولين وايي، موخه يې د شعر او انځورګرۍ له لارې خلکو ته د سولې پيغام رسول او د ځوانو شاعرانو او انځورګرانو تشويق دی.

د فيسټيوال د لومړي، دويم او درېيم مقام د اعلان مراسم د مرغومي په ۲۹مه د دغه ولايت د غونډو په تالار کې جوړ شوي و چې ګڼ شمېر شاعرانو، د شعر مينه والو او ولايتي مسوولينو په کې برخه اخيستې وه.

د شايان فرهنګي او رسنيز شرکت مشر ذکي شهامت چې دا فيسټيوال يې جوړ کړی و، وايي موخه يې د ځوان کهول بيدارول او سولې ته هڅول دي.

هغه وويل، په ننني فيسټيوال کې ۲۵۰ تنو ځوانانو چې عمرونه يې له ۲۵کلنۍ کم دي، برخه اخيستې، خپل شعرونه او انځورونه چې د سولې په تړاو دي، د جايزې لپاره کانديد کړي و چې نن يې د هرې برخې درې غوره ګډونوالو ته جايزې ورکول کېږي.

دی وايي: ((لومړي مقام ته لېبټاپ کمپيوټر، دويم مقام ته ځيرک ټيلېفون او درېيم مقام ته د غوره کتابونو يوه بسته په ډالۍ کې ورکړل شول. دغه راز والي صیب ته مو هم د هغه د ښو فرهنګي فعاليتونو په وجه ستاينليک ورکړ.))

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، تېرو څو لسيزو جګړو د افغانانو هر فرهنګ په جنګي فرهنګ بدل کړی چې لږ تر لږه څلور  نسله افغانان تر فرهنګي يرغل لاندې را لوی شوي دي.

نوموړي وويل، کله چې د ننګرهار د والي په توګه وټاکل شو، خلکو فکر کاوه چې دلته له موجوده زورواکو سره به مخته لاړ نه شي؛ خو ‎زورواکي په زورواکۍ نه، بلکې په فکر او صداقت باندې ختمېږي؛ ځکه توانېدلی چې دلته د زور زياتي فرهنګ له منځه يوسي.

هغه زياته کړه چې ‎د ننګرهار په ادارو باندې فشار کم شوی او هېڅ زورواکی نه شي کولی په ادارو زور راولي او د قانون خلاف خپل کارونه پرې ترسره کړي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس رحيم الله خوږیاڼي وويل، شاعر او انځورګر د ټولنې سترګې او ژبه ده چې ټولنې ته لوری ورکوي او هڅوي يې چې له بدو لارو مخ واړوي او ښو کارونو ته مخه کړي.

هغه د شايان فرهنګي او رسنيز شرکت مسوولينو دا کار هم وستايه چې د ځوان نسل په روزنه او هڅونه کې يې برخه واخيسته.

د کابل پوهنتون استاد پوهندوی دوکتور اجمل ښکلي چې د دغه فيسټيوال د شعرونو د غوراوي دنده يې درلوده، وويل، له جګړو را بهر شوي ننګرهار کې دا ډول فيسټيوالونه کولی شي د جنګي فرهنګ پرځای د سولې فرهنګ وځلوي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement