ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې له ۵۰۰ بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته پیل شوه

کابل کې له ۵۰۰ بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته پیل شوه

author avatar
19 Jan 2020 - 16:52
کابل کې له ۵۰۰ بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته پیل شوه
author avatar
19 Jan 2020 - 16:52

کابل (پژواک، ۲٩ مرغومى ٩٨): نن په کابل ښار کې د ۵۰۰ بېځایه شوو کورنیو له هرې یوې سره د ۱۵زره افغانیو مرسته پیل شوه.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي نن د دغو مرستو د پیل په مراسمو کې وویل چې د مرستې دغه پیسې د بشري حقونو موسسې ( (OHWبرابرې کړې او له یاد وزارت سره په همغږۍ یې پر بېځایه شوو کورنیو وېشي.

دی وایي چې یادې موسسې د کابل ښار په تایمني، شاداب ظفر، خوشحال خان او دېوان بیګي سيمو کې یوه میاشت مخکې سروې ترسره کړې او د مرستې لپاره یې اړې بېځایه شوې ۵۰۰ کورنۍ په نښه کړې دي.

هغه وویل چې له هرې کورنۍ سره ۱۵زره افغانۍ مرسته کېږي.

نن د یادو کورنیو له ډلې له ۱۴۶ کورنیو سره دغه مرستې ترسره شوې او چارواکي وایي چې په راتلونکو دوو ورځو کې به له ټولو په نښه شوو ۵۰۰ کورنیو سره دغه مرستې وشي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال په کابل کې ۱۲زره بې ځایه شوې کورنۍ ژوند کوي.

بلخی وویل چې د روان کال له لېندۍ میاشتي راهيسې په بېلابېلو ولایتونو کې د ۹۵زرو بېځایه شوو کورنیو لپاره د مرستو لړۍ پیل شوې او دوام لري.

پنځوس کلنې کامله چې نن یې ۱۵زره  افغانۍ مرسته ترلاسه کړې وایي چې د جګړو له امله له کندوز ولایت څخه کابل ته بې ځایه شوې دي.

دې زیاته کړه: «خاوند مې دوه کاله مخکې مړ شو، درې بجې مې ټوله ورځ له سړکونو څخه پلاستیکونه او بوتل راټولوي او ځانونه پرې ګرم ساتو.»

هغې خوښي څرګنده کړه چې نن یې ۱۵زره افغانۍ مرسته ترلاسه کړې، ویې ویل چې په دې سړه هوا کې د نور هر وخت په پرتله زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.