خوست ښار (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۸): د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوولين وايي چې د سوېل ختيځ زون خبريالانو لپاره تېر ۲۰۱۹ ميلادي کال ډېر ګواښونکی و.
د هغوی په وينا، سره له دې چې په تېر کال کې افغانستان د نړۍ په کچه د رسنيو او خبريالانو لپاره د ترټولو ګواښمن هېواد په کتار کې نه دی راغلی، خو بيا هم سوېل ختيځ زون د رسنيو او خبريالانو لپاره ډېر بد و.
په سوېل ختيځ زون کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوول سيف الله حيات وايي په تېر ميلادي کال کې د خبريالانو پروړاندې د تاوتريخوالي ۱۰۵ قضيې ثبت شوې دي، چې ۳۰ يې يواځې په سوېل ختيځ زون کې دي.
نوموړي چې په همدې اړه يوه خبري کنفرانس ته خبرې کولې، وويل چې له دې جملې ۱۲ يې په خوست،۲ پکتیا، ۴ په لوګراو په پکتیکا ولايت کې د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي ۱۲ پېښې ثبت شوې دي.
د حيات په خبره، چې د تاوتریخوالي ډېری پېښې حکومتي مسوولینو او پاتې وسله والو ډلو او زورواکو ته راجع کیږي.
دی وايي: ((يو ځل بيا له وسله والو طالبانو او نورو وسله والو مخالفو ډلو څخه وړاندې حکومتي مسوولين د خبريالانو او رسنيو سره د تاوتريخوالي په برخه کې مسوول راځي. دا په دې مانا چې حکومت لا هم له خبريالانو او رسنيو سره پر هغو وعدو کلک نه دی ولاړ چې د دوی د خونديتوب په برخه کې يې کولې.))
په خوست کې د ژمن په نوم د یو خصوصي تلوېزیون خبریال منیر بهار پژواک اژانس ته وويل، ددې لپاره چې د خبریالانو پروړاندې د حکومتي مسولینو له لوري د ترسره کېدونکي تاوتریخوالي کچه راکمه شي، نونړیوال ژورنالېستیک بنسټونه دې د حکومتي مسوولینو لپاره د ژورنالیزم اړوند ورکشاپونه او پروګرامونه دایر کړي، څو په دې برخه کې شته ستونزې راکمې شي.
هغه زياتوي: ((زموږ غوښتنه په عموم کې له ټولو ډلو نه حکومت دی، که وسله والې ډلې دي دا ده چې هغوی دې له خبريالانو سره تاوتريخوالی نه کوي، حتی تر دې چې تر وژلو، شکنجې يا يرغمل کوو رسېږي.))
ورته مهال په جنوب ختیځ زون کې د بي بي سي خبریال نصرت الله تسل بيا پژواک خبري اژانس ته وويل تر ډېره حکومتي مسولین خبریالانو ته پر وخت معلومات نه ورکوي.
هغه وايي، دا ستونزه هغه وخت ډېره راپورته کیږي، چې خبریالان پر تولیدي او تحقیقي راپورونو کار کوي، خو دولتي چارواکي ترې په یوه او بله بهانه ځانونه تېر باسي.
تسل زياته کړه: ((د تاوتريخوالي يو مورد دا هم کېدای شي چې ځينې مواردو کې حکومتي چارواکي د معلوماتو ورکولو په وخت له خبريال څخه پټيږي او يا وخت نه ورکوي، نو غوښتنه مو له چارواکو دا ده چې خبريالانو ته پر وخت معلومات ورکړي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن