ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د افغاني ټولنې د دودونو پېژندنه او ارزونه” سيمينار جوړ شو

“د افغاني ټولنې د دودونو پېژندنه او ارزونه” سيمينار جوړ شو

author avatar
20 Jan 2020 - 18:08
“د افغاني ټولنې د دودونو پېژندنه او ارزونه” سيمينار جوړ شو
author avatar
20 Jan 2020 - 18:08

کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٨): ولسمشر غني وايي، بريالۍ ټولنه هغه ده چې خپلو دودونو او رسمونو ته په انتقادي نظر ګوري او د وخت له غوښتنو او اړتياوو سره سمه اصلاح په کې راولي.

نوموړي دغه څرګندونې، نن د علومو اکاډمي د اسلامي علومو د معاونيت له خوا «د افغاني ټولنې د دودونو پېژندنه او ارزونه» په نوم علمي – څېړنيز سيمينار ته په رالېږلي پيغام کې په ډاګه کړې دي.

ده وويل، د افغاني ټولنې د دودونو او عنعنو د پېژندنې او څېړنې په موضوع باندې بحث به له موږ سره مرسته وکړي چې د خپلو دودونو د مثبتو او منفي ټکو ته لا زيات متوجه شو او د خپلو عنعنو اصلاح ته پام واړوو.

په سيمينار کې د علومو اکاډمي سرپرست رئيس څېړنوال دوکتور عبدالظاهر شکېب وويل، دودونه او عنعنات د بشري ټولنو مهم ارزښتونه دي چې د ټولنو د پایښت او پرمختګ بنسټونه جوړوي. همدغه دودونه دي چې د قومونو، قبیلو او ملتونو هویت او تاریخ ژوندی ساتي. د ټولنو د وګړو مسوولیتونه او حقونه له دودونو څخه راټوکیږي، دا دودونه دي چې په حقوقو بدلیږي او قوانین ورڅخه جوړېږي. دودونه دي چې د ملتونو مادي او معنوي ګټې او ارزښتونه ساتي، د ټولنو بقا تضمینوي، سمون او پرمختګ ته لارې پرانېزي. ستونزې، ناخوالې او ناامنۍ له منځه وړي. مینه، محبت او یووالی رامنځته کوي.

ده زياته کړه، په بشري نړۍ کې هر قوم، قبیله او ملت ځانته ځانګړي دودونه او رواجونه لري، چې د هغو په پام کې نیولو سره د خپلې ټولنې او هېواد د پرمختګ او هوساینې لپاره زیار باسي. په مذهبي ډول دودونه دیني ارزښتونه او اوامر هم دي چې د دې اوامرو پلي کول د وخت په تېرېدو سره په دودونو اوښتي دي.

د هغه په وينا، هره بشري ټولنه مثبت او منفي دودونه لري، نه ټول مثبت وي او نه ټول ناسم او منفي وي؛ خو موږ په زغرده ویلای شو چې زموږ د ټولنې زیاتره دودونه مثبت دي او د دې ارزښت لري چې عملي او په ټولنه کې پلي شي او دا ځکه چې زموږ د ټولنې زیاتره دودونه له اسلامي شریعت سره موافق او یا ورڅخه راټوکېدلي دي.

د چارو ادارې د مطالعاتو او پاليسۍ رياست د تحقيق متخصص مبارز محمد ځدراڼ په دې اړه چې څه باید وشي چې د قومي دودونو په چوکاټ کې خپلو موخو ته ورسېږو؟ وويل، په هغو ولایتونو کې چې لا هم نرخ او تړونونه شته، باید له مشرانو سره یې ځانګړې ناستې وشي، ترڅو په دغه برخه کې د هغوی کړنې، فعالیتونه، لاسته راوړنې او تجربې د هېواد هغو سیمو ته انتقال شي چې قومي تړونونه د بېلابېلو عواملو په اساس په کې کمزوري شوي دي.

د عدليې وزارت مسلکي معين محمد قاسم حليمي وويل، افغانان داسې رواجونه او تقاليد لري چې په اسلام کې هم شته؛ که افغاني دودونه په سم ډول عملي شي او مثبته استفاده ور څخه وشي، موږ آن مدون قانون ته هم اړتيا نه لرو.

نوموړي د افغاني ټولنې ځينو دودونو ته په اشارې کولو، لکه تيږې، ټکري، ننواتې، پېڅکې غوټه کولو او د چا په قبر د پسه حلالولو څخه مثبته ګټه واخلو او له ناوړه دودونو، لکه په بدو کې د نجلۍ ورکولو ډډه وشي. په افغاني ټولنه کې د جرګو او پرېکړو پرمهال چې ښځې کومې رول لري، که په سلګونه کاله ډيموکراسۍ وچلېږي، بيا هم همدغه نقش ته نه شي رسېدلی.

ده علومو اکاډمي ته وړانديز وکړ چې د «افغان مېرمن په افغاني فرهنګ کې» په نوم هم سیمینار جوړ کړي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت معين دوکتور امين الله مظفري له شرعي اړخه پر عرف او رواجونو بحث وکړ او ويې ويل، د خوښو او ناخوښو عرفونو توپير بايد وشي او معيار يې اسلام دى.

د افغانستان د علماوو شورا غړي مولوي شهزاده شاهد د دې ترڅنګ چې د افغاني ټولنې مثبت دودونه يې وستايل، خو پيشنهاد يې وکړ چې که په همدې سيمينار کې پر ناوړو او منفي دودونو ترکيز وشي، غوره به وي. هغه د بدل ودونو ته په اشارې سره وويل چې دغه ډول واده ناوړه پايلې لري او زياته يې کړه چې د ښځو اړوند مدافعين دې د هېواد ولايتونو او کليو بانډو ته توجه وکړي چې هلته پر مېرمنو ډول ډول ظلمونه کېږي ترڅو يې مخنیوی وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.