ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستاني پوځيانو بريد کې درې افغان سرحدي سرتېري ټپيان شوي

د پاکستاني پوځيانو بريد کې درې افغان سرحدي سرتېري ټپيان شوي

author avatar
20 Jan 2020 - 18:14
د پاکستاني پوځيانو بريد کې درې افغان سرحدي سرتېري ټپيان شوي
author avatar
20 Jan 2020 - 18:14

اسعد اباد (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٨): د کونړ ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کې پاکستاني پوځيانو پر افغان ځواکونو بريد کړى چې په ترڅ کې يې درې افغان سرحدي سرتېري ټپيان شوي دي.

د کونړ د والي وياند عبدالغني مصميم د مرغومي په ٣٠ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شاوخوا دوه بجې پاکستاني پوځيانو د سرکاڼو ولسوالۍ په ناواپاس سيمه کې د افغان ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې درې افغان سرحدي سرتېري ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، افغان ځواکونو هم وروسته پر پاکستاني پوځيانو ډزې کړي او له خپلې خاورې يې دفاع کړې ده.

ده وويل چې سيمې ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي، خو تر درېيو ساعتونو نښتې وروسته اوس په سيمه کې جګړه نشته .

د نوموړي په وينا، پاکستاني ځواکونو د همدې ولسوالۍ د ناوې په ولسي سيمې هم د توغندي بريد کړى، خو چاته په کې زيان نه دى اوښتى.

د يادونې ده چې له څو کلونو راهيسې پاکستاني ملېشه د کونړ ولايت په بېلابېلو سيمو توغندي را توغوي چې له امله يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ځينې نور بيا د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.