ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“له ۳۰۰ ښوونځیو سره مو د ځمکې مرسته وکړه، خو حکومت یې د جوړولو اراده نه لري”

“له ۳۰۰ ښوونځیو سره مو د ځمکې مرسته وکړه، خو حکومت یې د جوړولو اراده نه لري”

author avatar
20 Jan 2020 - 20:01
“له ۳۰۰ ښوونځیو سره مو د ځمکې مرسته وکړه، خو حکومت یې د جوړولو اراده نه لري”
author avatar
20 Jan 2020 - 20:01

فېروز کوه (پژواک، ۳۰ مرغومي ۹۸): د غور یوشمېر اوسېدونکي چې د ۳۰۰ ښوونځیو د رغولو لپاره یې د ځمکې مرسته کړې، د یاد ولایت د پوهنې ریاست په دې اړه د پروګرام په نه لرلو تورنوي؛ خو د دغه ریاست مسوولین وایي چې ژر به په دغه برخه کې اقدام وکړي.

د غور د پوهنې ریاست د معلوماتو په اساس، په روان کال کې د یاد ولایت ځینو اوسېدونکو د ۳۰۰ ښوونځیو د ودانیو لپاره د ځمکې مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په غور ولایت کې ۷۷۰ فعال ښوونځي شته چې له دې ډلې څخه ۴۲۵ یې په کرایي تعمیرونو، خمېو لاندې او آزاده فضا کې فعالیت کوي.

د فېروزکوه د زرتلي سیمې اوسېدونکي علي احمد چې د یوه ښوونځي د ودانۍ لپاره یې د درې جرېبه شخصي ځمکې مرسته کړې ده، وویل: "ښوونځي مو تعمیر نه درلود، ویل یې ځمکه نه شته، اوس خو مې ځمکه ورکړه؛ ولې یې د رغولو لپاره اقدام نه کېږي."

هغه له حکومت څخه وغوښتل چې هر څومره ژر وي، د ښوونځي د ودانۍ جوړولو لپاره د اقدام وکړي څو زده کوونکي د نوي تعلیمي کال له پیل سره له خوندي درسي محیط څخه برخمن شي.

همداراز د یاد ولایت یوه بل اوسېدونکي عبدالرحیم قاسمي پژواک ته وویل: «سلګونه پروګرامونه او میلیونونه ډالر په دغه ولایت کې په نورو برخو کې لګیږي؛ خو له بده مرغه د غور ولایت د پوهنې پرمختګ لپاره هېڅ کار نه دی شوی، په ډېری سیمو کې ښوونځي تعمیرونه نه لري، استادان نه لري، اوس هم د خلکو ځمکې اخلي؛ خو رغولو ته یې پاملرنه نه کوي.»

یوشمېر مدني فعالان او د پوهنې چارو شنونکي هم دا ډول نیوکې لري.

د غور یو تن مدني فعال محمد احدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې شاوخوا د ۴۰۰ ښوونځیو شاګردان په ناسالم محیط کې زده کړې کوي، ډېر د اندېښنې وړ دي.

هغه زیاته کړه: «اوس چې خلکو د ځمکې مرستې وکړې، هر څومره ژر چې وي حکومت دې د ښوونځیو د ودانیو جوړولو لپاره اقدام وکړي.»

نوموړي ادعا وکړه: «زه فکر کوم چې حکومت د ښوونځیو د تعمیرونو په جوړولو برخه کې هېڅ پروګرام نه لري.»

په غور ولایت کې د پوهنې چارو شنونکي میراجان راسخ هم د ښوونځیو د ساختمانونو په جوړولو کې په چټک اقدام ټینګار وکړ.

نوموړي زیاته کړه: «د خوندي محیط شته والی په زده کړه کې د کیفیت د بهبود له برخو څخه شمېرل کېږي او د دې لامل کېږي چې زده کوونکي په ارامه او مطمئنه فضا کې درس ووایي او دا کار د پوهنې په کیفیت لوړونه کې مهم رول لري.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.