ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: کابل ښاريان له امنيتي وضعيت څخه خوښ نه دي

ولسمشر غني: کابل ښاريان له امنيتي وضعيت څخه خوښ نه دي

author avatar
20 Jan 2020 - 17:42
ولسمشر غني: کابل ښاريان له امنيتي وضعيت څخه خوښ نه دي
author avatar
20 Jan 2020 - 17:42

کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٨): ولسمشر غني وايي چې د کابل اوسېدونکي د کابل ښار له امنيتي وضعيت څخه خوښ نه دي او ترڅنګ يې پر پوليسو باور هم له لاسه ورکړى، نو په دغه برخه کې بنسټيزو اصلاحاتو ته اړتیا ده.

دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د کابل ښار د څلورمې، لسمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ناحیو له اوسېدونکو سره د لېدنې پرمهال وکړې.

د غونډې ګډونوالو د سړکونو، ناامنۍ، برېښنا، د څښاک اوبو، جوماتونو او علماوو ته د پاملرنې، د دوامداره ګزمو، غصب، معتادینو، د نشه یي توکو، ښاري ترانسپورټ، د شفافیت او ټولنیز عدالت د تامین، د شرعي حدودو او جزایي قوانینو د تطبیق، اختطاف، غلاوو، وژنو، د کانالیزاسیون، تحصیلي بورسونو، روغتیا، د معارف د ملاتړ، د لارو د بندښت، د سون توکو د بیو د لوړوالي، له پولیسو سره د همکارو خلکو د هویت د افشا کولو او نورې ستونزې او وړاندیزونه له ولسمشر سره شریک کړل.

وروسته ولسمشر غني وویل، نظام له خلکو تشکیل شوی، که خلک ناراض وي، نظام خپل مشروعیت او موثریت له لاسه ورکوي. باید د ستونزو د حل ټینګه اراده موجوده وي.

هغه زیاته کړه، د لویې جرګې تالار کې د کابل ښاریانو جوړېدونکې لویه غونډه کې به د کابل په اړه خپل پلان شریک کړي.

ولسمشر وویل، کابل ښاریان د کابل له امنیت څخه خوښ نه دي، پولیسو د کابل ښاریانو باور له لاسه ورکړی دی او په دې برخه کې اساسي اصلاحاتو او اقداماتو ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړه، د کابل ښار واضح امنیتي پلان باید له  کابل ښاریانو سره شریک شي.

جمهوررئیس د کابل والي له لوري د غاصبانو د نوملړ اعلانولو ته په اشارې وویل، د غصب او غاصبینو پر وړاندې باید سخت اقدامات وشي. د نوملړ له اعلان وروسته باید غاصبان په دوه اوونیو کې غصب شوي ملکیتونه تخلیه کړي، کنه علني به محاکمه شي.

غني د ښځو د ستونزو د حل په موخه د کابل ښځو د شبکې جوړولو ترڅنګ دکابل ښاروال ته لارښوونه وکړه چې د موټرو لومړني سېټونه دې ښځو ته ځانګړي شي .

هغه وويل: ((اساسي ستونزه داده چې پوهنې وزارت د زده کوونکو او ښوونکو په خدمت کې نه و. ښوونځی باید د ټول معارف د توجه محور وي. وزارت، ریاست او بنسټونه اجرائیوي وسیلې دي. زموږ ماشوم پانګونې او د زده کړو سیستم بنیادي اصلاح ته اړتیا لري.))

محمداشرف غني بېلابېلو مسوولینو ته په خطاب کې وویل، له تاسو څخه په اړوندو ادارو کې د فساد د مخنیوي واضح پروګرام غواړم او د لویې جرګې تالار کې د کابل ښاریانو جوړېدونکې غونډه کې باید هغوی ته د خپلو خدماتو په اړه مفصل معلومات ورکړئ.

ولسمشر د غونډې ګډونوالو څخه په جرئت او وضاحت د ستونزو شریکولو غوښتنه وکړه او ويې ویل، کابل ښاریان دې منسجم شي او د ښار د مدیریت واضح شېوه دې رامنځته کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.