د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"له ۳۰۰ ښوونځیو سره مو د ځمکې مرسته وکړه، خو حکومت یې د جوړولو اراده نه لري"

"له ۳۰۰ ښوونځیو سره مو د ځمکې مرسته وکړه، خو حکومت یې د جوړولو اراده نه لري"

Jan 20, 2020 - 20:01

فېروز کوه (پژواک، ۳۰ مرغومي ۹۸): د غور یوشمېر اوسېدونکي چې د ۳۰۰ ښوونځیو د رغولو لپاره یې د ځمکې مرسته کړې، د یاد ولایت د پوهنې ریاست په دې اړه د پروګرام په نه لرلو تورنوي؛ خو د دغه ریاست مسوولین وایي چې ژر به په دغه برخه کې اقدام وکړي.

د غور د پوهنې ریاست د معلوماتو په اساس، په روان کال کې د یاد ولایت ځینو اوسېدونکو د ۳۰۰ ښوونځیو د ودانیو لپاره د ځمکې مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په غور ولایت کې ۷۷۰ فعال ښوونځي شته چې له دې ډلې څخه ۴۲۵ یې په کرایي تعمیرونو، خمېو لاندې او آزاده فضا کې فعالیت کوي.

د فېروزکوه د زرتلي سیمې اوسېدونکي علي احمد چې د یوه ښوونځي د ودانۍ لپاره یې د درې جرېبه شخصي ځمکې مرسته کړې ده، وویل: "ښوونځي مو تعمیر نه درلود، ویل یې ځمکه نه شته، اوس خو مې ځمکه ورکړه؛ ولې یې د رغولو لپاره اقدام نه کېږي."

هغه له حکومت څخه وغوښتل چې هر څومره ژر وي، د ښوونځي د ودانۍ جوړولو لپاره د اقدام وکړي څو زده کوونکي د نوي تعلیمي کال له پیل سره له خوندي درسي محیط څخه برخمن شي.

همداراز د یاد ولایت یوه بل اوسېدونکي عبدالرحیم قاسمي پژواک ته وویل: «سلګونه پروګرامونه او میلیونونه ډالر په دغه ولایت کې په نورو برخو کې لګیږي؛ خو له بده مرغه د غور ولایت د پوهنې پرمختګ لپاره هېڅ کار نه دی شوی، په ډېری سیمو کې ښوونځي تعمیرونه نه لري، استادان نه لري، اوس هم د خلکو ځمکې اخلي؛ خو رغولو ته یې پاملرنه نه کوي.»

یوشمېر مدني فعالان او د پوهنې چارو شنونکي هم دا ډول نیوکې لري.

د غور یو تن مدني فعال محمد احدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې شاوخوا د ۴۰۰ ښوونځیو شاګردان په ناسالم محیط کې زده کړې کوي، ډېر د اندېښنې وړ دي.

هغه زیاته کړه: «اوس چې خلکو د ځمکې مرستې وکړې، هر څومره ژر چې وي حکومت دې د ښوونځیو د ودانیو جوړولو لپاره اقدام وکړي.»

نوموړي ادعا وکړه: «زه فکر کوم چې حکومت د ښوونځیو د تعمیرونو په جوړولو برخه کې هېڅ پروګرام نه لري.»

په غور ولایت کې د پوهنې چارو شنونکي میراجان راسخ هم د ښوونځیو د ساختمانونو په جوړولو کې په چټک اقدام ټینګار وکړ.

نوموړي زیاته کړه: «د خوندي محیط شته والی په زده کړه کې د کیفیت د بهبود له برخو څخه شمېرل کېږي او د دې لامل کېږي چې زده کوونکي په ارامه او مطمئنه فضا کې درس ووایي او دا کار د پوهنې په کیفیت لوړونه کې مهم رول لري.»

د پوهنې ریاست مسوولینو د غور د اوسېدونکو دغه مرستې وستایلې او وایي چې راتلونکی پسرلی د دغه تعمیرونو رغولو لپاره اقدام کېږي.

د غور د پوهنې رییس احمد صابر نوري پژواک خبري اژانس ته وویل چې په روان کال کې د غور یوشمېر اوسېدونکو، د ۳۰۰ ښوونځیو د ودانیو جوړولو لپاره د ځمکې مرسته وکړه څو تر ډېره د ښوونځیو د تعمیر جوړولو په برخه کې د ځمکې نه شتون ستونزه حل شي.

نوموړي ښکاره کړه چې دا ځمکې د غور په مرکز او لرې پرتو ولسوالیو کې موقعیت لري.

هغه د خلکو د دغه ادعا په اړه چې د پوهنې ریاست د یادو تعمیرونو د جوړولو اراده نه لري؛ داسې ځواب ورکړ: «د خلکو اندېښنې پرځای دي؛ ځکه مرسته یې کړې دي؛ خو باید ووایم چې موږ هم اراده او هم برنامه لرو، ان شاءالله چې د نوي لمریز کال له پیل سره به خپل کار پیلوو.»

ده زیاته کړه چې د غور د پوهنې ریاست پلان لري څو د ولسي تړون ملي پروګرام له مخې، د ښوونځیو د تعمیرونو کار د ۱۳۹۹ لمریز کال په لومړیو پیلوي.

نوموړي د ښوونځیو د ودانیو جوړولو لپاره د ځمکې د مرستو په برخه کې د دغه ولایت له خلکو څخه مننه وکړه او له نورو خلکو یې غوښتل چې د پاتې هغه ښوونځیو لپاره چې ودانۍ نه لري؛ د ځمکې مرسته وکړي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan
Maiwand Bank - Just Banking