کابل (پژواک، ۲۹ مرغومى ۹۸): تېر ماښام د کابل ښار په جنګلک سيمه کې يوه کور ته ناپېژاند کسان ننوتلي او د يوه ماشومان په ګډون څلور غړي يې د تېشې په وسيله وژلي دي.
د کورنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې تېر ماښام اووه بجې د کابل ښار د اوومې حوزې اړوند ساحه کې یوه کور ته ناپېژاند کسان ننوتلي او د عبدالستار په نوم د ترانسپورټ وزارت د يوه کارمند د کورنۍ څلور غړي چې يوه ښځه او درې ماشومان په کې شامل دي د تېشې په وسيله وژلي دي.
سرچينه وايي چې پوليس سيمې ته رسېدلي او د پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.
د پوليسو د ١٠١ اسمايي زون وياند فرامرز فردوس وايي چې ياده قضيه د غلا پېښه نه ده او ددغې پېښې اصلي لامل به له څېړنو وروسته په ډاګه شي.
هغه وايي چې تراوسه ددغې پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن