ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه افغان پر خپل زوى (ناکامورا) نوم ايښى

يوه افغان پر خپل زوى (ناکامورا) نوم ايښى

author avatar
20 Jan 2020 - 15:05
يوه افغان پر خپل زوى (ناکامورا) نوم ايښى
author avatar
20 Jan 2020 - 15:05

کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٨): د کابل ښار يوه اوسېدونکي سميع الله ځکه پر خپل نوي زېږېدلي زوى د (ناکامورا) نوم ایښى  څو په راتلونکي کې د ټولنې خدمتګار شي .

سميع الله په اصل کې د کونړ ولايت اوسېدونکى دى، خو اوس مهال د کابل ښار په دوولسمه ناحيه کې ژوند کوي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، پر زوى يې ځکه ناکامورا نوم ايښى، څو لاسونه يې د افغانانو پر وينو سره نه شي او د افغانستان خلکو ته خدمت وکړي.

سميع الله وايي چې د ناکامور په وژل کېدو زيات خپه شوى خو چې خدای زوى ورکړ؛ نو پرېکړه يې وکړه چې د ناکامورا نوم به پرې ږدي.

ده زياته کړه: ((ناکامور د انسانيت يو مکتب و هغه د جاپان د څراغونو له ښاره راغلی و او دلته يې په دښتو او غرونو کې خلکو ته خدمت کولو.))

د هغه په وينا، ډاکټر ناکامورا داسې نوم نه دی چې ګواکې د اسلام سره په ټکر کې وي، بلکې ناکامورا لاتيني کلمه ده او معنا يې د (د خلکو له منځه) ده.

سميع الله همدا راز وايي چې پر خپل زوى ناکامورا به د قران کريم او نورې ديني زده کړې کوي تر څو خلکو ته خير ورسوي .

هغه له حکومته وغوښتل چې د ناکامورا نيمګړې پروژې تکميل او د  هغه په څېر نورې پروژې تطبیق کړي.

د جاپان د  PMS په نوم د يوې خيريه موسسې مشر ډاکتر ټيټسو ناکامورا چې د ژوند شاوخوا پنځه ويشت کلونه يې د افغانانو په خدمت کې تېر کړل، د روان لمريز کال د لېندۍ میاشتې په ۱۲مه نېټه د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې د يو وسله وال بريد پرمهال له پنځو افغان همکارانو سره ووژل شو.

د نوموړي له وژل کېدو وروسته په دغه ولایت کې د هغه په لاس پيل شوې پروژې په ټپه ولاړې دي خو ځايي خلک غوښتنه کوي چې د جاپان حکومت بايد سره له دې چې د دغو پروژو بيا پيل وکړي راتلونکي کې دې ورته نور خيريه کارونه هم ترسره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.