ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په افغان سوله کې دې له نړيوالو تجربو کار واخيستل شي”

“په افغان سوله کې دې له نړيوالو تجربو کار واخيستل شي”

author avatar
20 Jan 2020 - 09:11
“په افغان سوله کې دې له نړيوالو تجربو کار واخيستل شي”
author avatar
20 Jan 2020 - 09:11

مزارشريف (پژواک، ٣٠ مرغومی ۹۸): د افغانستان د عامه مطالعاتو موسسه وايي چې د افغان جګړې ښکېل اړخونه دې د سولې په برخه کې له نړيوالو تجربو کار واخلي.

د بلخ ولايت په مرکز مزاشريف ښار کې  پرون د سولې د روانې پروسې اړوند کنفرانس جوړ شو چې ګډونوالو يې له پوځي لارې د افغانستان د جګړې حل ناشونی وباله.

د افغانستان د عامه مطالعاتو موسسې مشر سعيد پرتو پژواک اژانس ته وويل، د دوی څېړنې او مشاهدې ښيي چې افغان جګړه په هېڅ صورت پوځي حل لاره نه لري.

هغه زياته کړه چې په افغانستان کې د جګړې ښکېل اړخونه بايد د سولې د ټينګښت او د جنګ د پای ته رسېدو په برخه کې له نړيوالو تجربو څخه کار واخلي.

نوموړي همدا راز وويل چې د سولې روانه پروسه هم په بشپړ ډول واضح نه ده.

د هغه په خبره، ياده موسسه غواړي د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د سولې پروسو په اړه خپلې مشاهدې له خلکو سره شريکي کړي څو خلک د هغو په رڼا کې د سولې په تړاو خپل اهداف وټاکي.

په ورته مهال په شمال زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشر سيد محمد سامع پژواک ته وويل چې تر اوسه هم د افغانستان خلک د سولې په پروسه کې نه دي دخيل کړای شوي.

هغه زياته کړه چې حتی افغان دولت هم له هغو خبرو ډېر معلومات نه لري چې په قطر کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ روانې دي.

نوموړي هيله وکړه، داسې فرصتونه دې برابر کړای شي، څو مدني ټولنې، د ښځو د حقونو فعالانې او عام افغانان د سولې په روانه پروسه کې خپل ځان وويني.

سامع وايي، افغانان حق لري څو وپوهېږي چې د سولې په روانو خبرو کې پر کومو مواردو بحث وشي او کوم موارد خوندي کړای شي.

د هغه په خبره، که د سولې په روانه پروسه کې افغانان او افغان حکومت شريک نه کړای شي؛ نو ياد مذاکرات به ګټه ونه کړي او پايله به هم ونه لري.

ده وويل چې افغان جګړه يواځې د افغانانو جګړه نه ده، بلکې په دې کې بهرني هېوادونه هم ښکېل دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.