خوست ښار (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٨) : د خوست ښار د جرګو تالار ته نږدې د ماين چاودنې له امله درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د خوست د امنيې قوماندانۍ وياند عادل حيدر د مرغومي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې وشوه.
هغه زياته کړه، ماين د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوی و چې د چاودنې له امله يې درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
بل پلو د خوست ملکي روغتون چارواکي وايي چې دوی ته د پېښې له ځايه يو ملکي کس په ټپي حالت کې ور وړل شوی چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.
د دې چاودنې مسووليت چا نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن