ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتیکا کې دوه کاله مخکې یو ماشوم تښتول شوی، خو لا یې هم برخلیک نه دی معلوم

author avatar
20 Jan 2020 - 14:33
author avatar
20 Jan 2020 - 14:33

کابل (پژوک، ٣٠ مرغومى ۹۸): په پکتيکا کې د يوې کورنۍ غړي وايي چې څه باندې دوه کاله مخکې یې يو ماشوم د خپلوانو له لوري تښتول شوى خو اړوند مسوولين يې د خلاصون لپاره اړينې هلې ځلې نه کوي.

دغه ماشوم اووه کلن سمیع الله دى چې د دغه ولايت د ښرنې ښار د اوسېدونکي داوود زوی دى چې په ۱۳۹۶ کال کې د ځینو کسانو له خوا تښتول شوى دى.

د سمیع الله تره نیازمحمد امیر د مرغومي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې شاوخوا دوه کاله وړاندې سميع الله د دوی د خپلوانو له لوري تښتول شوى دى.

هغه وايي چې د سميع الله د ملګرو په خبره، نوموړى خپله د تښتوونکو موټر ته وخوت.

امیر زیاتوي چې پر سبا یې تښتوونکو د سمیع الله د خلاصون په بدل د پنځه ميليونه پاکستانۍ کلدارو غوښته وکړه.

هغه وايي چې د کورنۍ او کلي له مشرانو سره تر مشورې وروسته دوى پر دې سلا شول چې تښتوونکو ته بايد يادې پيسې ور نه کړل شي؛ ځکه بيا په دغه ولايت ورته پېښې ډېرېږي.

د نوموړي په وينا، د کلي مشرانو پرېکړه وکړه، که چېرې تښتوونکي ونيول شي نو د سلو کلونو لپاره به له دغه ولايت څخه وشړل شي او کور به يې يا سوځول کېږي او يا به هم ښوونځي ته ورکول کېږي.

هغه وویل: ((تر ۱۵ یا ۲۰ ورځو وروسته تښتوونکو له موږ سره اړیکه نیوله او د پیسو غوښتنه به یې کوله، که څه هم د مشرانو د پرېکړې پر خلاف مو بیا هم پیسې چمتو کړې وې څو ورته يې وسپارو او سمیع الله وژغورو خو هر ځل به یې غلط ځای ټاکه او د پیسو د اخيستو لپاره به نه راتلل.))

امير وايي، د سمیع الله له تښتولو شپږ میاشتې وروسته کله چې له هنده بېرته هېواد ته راستون شو نو د پکتیکا د ملي امنیت له ادارې سره یې اړیکه ونیوه چې د سميع الله د خلاصون لپاره يې څه کړي دي.

هغه وویل: ((ملي امنیت ته مې وویل که چېرې تاسو دا کار نه شئ کولای نو په کابل کې له ملي امنیت سره به اړیکه ونیسم او د تښتوونکو شمېرې به پیدا کړم چې د چا له خوا موږ ته زنګونه راځي خو له هغې ورځې وروسته بیا موږ ته زنګ نه دی راغلی او اړیکه یې راسره نه ده نیولې.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د وخت په تېرېدو سره د غوښتل شوو پیسو کچه هم راټيټېده او بالاخره دوه ميليونه کلدارو ته را ورسېده.

ده وويل، د پلټنو په ترڅ کې معلومه شوه چې سميع الله د ترور د خاوند رازمحمد، د يوه کليوال امان الله، د يوه سيمه ييز پوليس پيرمحمد او د ملي امنيت د يوه کارکوونکي ابراهيم له لوري تښتول شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.