ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې ۲۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په کندوز کې ۲۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
20 Jan 2020 - 15:30
په کندوز کې ۲۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
20 Jan 2020 - 15:30

کندوز ښار (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٨): د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې د مرکز په اړوند سيمو کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.

په کندوز کې د پامير قول اردو د لومړۍ لوا رييس ارکان ډګرمن شاه محمود د مرغومي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو څو ورځې وړاندې د کندوز ښار اړوند د تلوکې په سيمه کې عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې تر اوسه ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي، اته ټپيان شوي او ١٣ کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په يادو عملياتو کې دوه امنيتي سرتېري هم ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه چې په ياده سيمه کې د امنيتي ځواکونو د مرکزونو او پوستو پر جوړولو کار روان دى.

په ورته وخت کې د سيمې اوسېدونکي عبدالجبار پژواک ته وويل چې په تلوکې کې له تېرو څو ورځو راهيسې عمليات روان دي او تر اوسه يې څو کلي له طالبانو څخه نيولي دي.

هغه زياتوي: ((زه يو کروندګر يم، خوښ يم چې سيمه مو امن شي، دا مهال سړک له ماينونو پاک شوى دى او هيله مند يو چې په ټول هېواد کې سوله راشي.))

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي چې طالبانو تېره شپه د کندوز د ګل تېپې ولسوالۍ پر دفاعي پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د پوستې د قوماندان اغا نور په ګډون درې پوليس وژل شوي او د پوستې د مرستيال عزيز الله په ګډون دوه تنه نور نيول شوي دي.

بل لور ته د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني هم ياد بريد تاييدوي، خو وايي چې په دغه بريد کې يو پوليس وژل شوى او يو بل ټپي دى.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې يو ځل بيا د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.