لښکرګاه (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٨): د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې د يوې ترافيکې پېښې له امله لس کسان ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د مرغومي په ٣٠ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته د واشېر ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو لوى مسافر وړونکى موټر چپه شوى دى.
هغه وايي چې په دغه پېښه کې لس کسان ټپيان شوي چې د ٢١٥ ميوند قول اردو روغتون ته انتقال شوي دي.
دغه راز د ٢١٥ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د واشېر ولسوالۍ په سکورت بازار کې د مسافرو يو لوى موټر چپه شوى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه پېښه کې لس کسان ټپيان شوي چې د ښوراب روغتيايي مرکز ته انتقال شوي دي.
سرچينه وايي چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
د يادونې ده چې ډېرى مهال دغه شان پېښې د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ او يا هم د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کيږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن