جلال اباد (پژواک، ۳۰ مرغومی ۹۸): په ننګرهار کې د نرګس ګل کلنۍ مشاعره تازه امن شوې خوږياڼو ولسوالۍ کې ترسره شوه چې ګڼ شمېر شاعرانو په کې برخه اخيستې وه.
د مشاعرې مراسم د مملې باغ په تاريخي بڼ کې نيول شوي و له کوم ځايه چې ټول ننګرهار ولايت ته د نرګس ګلونه لېږدول کېږي.
د مشاعرې ګډونوالو په خپلو شعرونو کې د نرګس ګلونو، مملې باغ او ننګرهار ستاينه وکړه او دغه راز يې نور حماسي، انتقادي، عشقي او ذوقي شعرونه هم مينه والو ته واورول.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس رحيم الله خوږياڼي وويل، د مملې په تاريخي بڼ کې د نرګس ګل کلنۍ مشاعره ځکه ترسره شوه چې دا بڼ د نرګسو په ګلونو شهرت لري او د نرګس ګل مشاعره هم همدې ته ځانګړې شوې ده.
دغه راز يادې مشاعرې ته د اطلاعاتو او فرهنګ د وزيرې حسينې ساپۍ او د ننګرهار د والي شاه محمود مياخېل پيغامونه هم ولوستل شول چې د مملې سيمې له خلکو په کې د يادې مشاعرې د تنظيم له امله مننه شوې وه.
د نرګس ګل کلنۍ مشاعره د لومړي ځل لپاره شاوخوا لس کاله وړاندې د ننګرهار د نوموتي شاعر داوود"شهيد" له لوري د هغه په نوښت پيل شوه چې اوس يې د ننګرهار په کچه شهرت پيدا کړی او په دولتي کچه نمانځل کيږي.
د مشاعرې پيل هم د داوود شهيد په شعر وشو چې د سولې ترڅنګ يې د نرګس ګل ستاينه کړې وه.
د مشاعرې ګډونوال او بنسټګر داوود شهيد وايي، دا مشاعره د ځوانو شاعرانو د روزنې، د نرګس ګل د ستاينې او مملې تاريخي بڼ ته د سيلانيانو پام اړونې لپاره ډزره مهمه ده.
دغه راز د پښتو ادب نوموتي شاعر او نقاد محمد اصف صميم په خپلو خبرو کې شاعران د جګړو پر ځای د سولې پيغام او يووالي پيغام لرونکي شعرونو ليکلو ته وهڅول.
نږدې دوه کاله وړاندې د مملې باغ سیمه کې د نا امنۍ او جګړې له امله د دولتي مامورينو او په دومره زیات شمېر کې د عامو خلکو راټوليدل ستونزمن او له خطره ډک و، خو اوس دا سيمه امن شوې د عامو خلکو په ګډون ورته د دولتي مامورينو تګ راتګ هم ممکن شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن