ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روڼتیا څار بنسټ : په بودیجه کې د خلکو اړینې اړتیاوې پام کې نه دي نیول شوې

د روڼتیا څار بنسټ : په بودیجه کې د خلکو اړینې اړتیاوې پام کې نه دي نیول شوې

author avatar
21 Jan 2020 - 16:53
د روڼتیا څار بنسټ : په بودیجه کې د خلکو اړینې اړتیاوې پام کې نه دي نیول شوې
author avatar
21 Jan 2020 - 16:53

کابل(پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه  ٩٨): د روڼتیا څار بنسټ وایي په بودیجه کې د خلکو اړینې اړتیاوې په پام کې نه دي نیول شوې، د خلکو ونډه په کې کمه ده او اوسني حکومت د پخواني په پرتله ۱۵۰ میلیارده پراختیايي بودیجه ډېره لګولې ده. 

دغه راز څېړنه ښيي چې د ملي یووالي حکومت ۵۴ میلیارده افغانۍ او پخواني حکومت په ورته موده کې ۳۷ میلیارده افغانۍ د اختیاري ځانګړو کوډونو له مخې مصرف کړې، خو دواړه حکومتونه په دې کې پاتې راغلي چې د عامه لګښتونو له قانون پیروي وکړي او د یاد قانون له احکامو سره سم د اختیاري کوډونو برخه له ۳ سلنه ټيټه وساتي.

د روڼتیا څار بنسټ په دې وروستیو کې د بودیجې په اړه څېړنه تر سره کړې او نن یې یادې پایلې اعلان کړې.

د دغه بنسټ د عدالت غوښتنې او اړیکو مسوول محمد ناصر تیموري نن کابل کې خبریالانو ته وویل، دغه پایلې ښیي چې په ۱۳۹۴ کال کې د بوديجې په جوړولو کې د خلکو ونډه ۲۷ سلنه وه، خو په ۱۳۹۶ کال کې ۱۵ سلنې ته راټیټه شوې ده.  

هغه د جزییاتو له ورکولو پرته زیاته کړه چې د ۱۳۹۹ مالي کال د سروې په لومړنیو پایلو کې بیا هم د پام وړ نومرې نه دي اخیستې.

د یاد بنسټ یوه څېړونکي ابراهیم خان جبارخېل دغې ناستې ته وویل: "سره له دې چې د مالیې وزارت په ځینو ولایتونو کې مشورتي ناستې ترسره کړي، مګر هېڅ داسې شواهد شتون نه لري چې وښيي د خلکو نظریاتو ته په بودیجه کې ځای ورکړل شوی دی."

دغه راز تیموري وایي چې د ۱۳۹۹ مالي کال په بوديجه کې د خلکو بنسټیزې او اړینې اړتیاوې ډېرې په پام کې نه دي نیول شوي.

هغه زیاتوي:" د خلکو بنسټیزې اړتیاوې د ملي بوديجې په څنډه کې واقع شوي، سره له دې چې د روغتیا او پوهنې برخې په زړه بوږنوونکي حالت کې دي، خو بیا هم ورته د ساتنې او خوندیتوب لپاره مناسبه بوديجه نه ده ځانګړې شوې."

د مالیي وزارت ویاند شمروز خان مسجدي پژواک خبري اژانس ته په دې اړه وویل چې د افغانستان نیمايي بودیجه د نړیوالې ټولنې له خوا تمویلیږي او نیمايي نوره د حکومت او ملي شورا د لومړیتوبونو له مخې په پام کې نیول کیږي، چې په اصل کې دا ټولې پروژې د خلکو لپاره ترسره کېږي.

تیموري وایي، د ملي یووالي حکومت د ۱۳۹۷ کال په پسرلي کې ژمنه کړې وه چې د دوو کلونو په اوږدو کې به د شپږ زره ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړوي، خو یاد بنسټ موندلې چې له دغو ښوونځیو یوازې ۱۳.۳ سلنه ته ودانۍ جوړې شوې دي.

خو د کلیو او پراختیا وزارت ویاند فریدون اژند وایي چې د دغه وزارت له لوري په اټکل شوې موده کې تمه وه پورتني ښوونځي جوړ کړي، خو د نړیوال بانک له خوا دې وزارت ته د اړتیا وړ پیسې ور نه کړل شوې.

دی وايي، د لومړي کال لپاره یې ۲۶۴۷ ښوونځي ډیزاین کړي وو او نور یې په دویم کال کې جوړول، خو تر اوسه یې دوه سوه ښوونځي جوړ کړې، پر ۱۷۰۰ ښوونځیو کار روان دی او د دوه سوه نورو کار تر ۹۰ سلنه بشپړ شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.