چاریکار (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٨): د سالنګ لویه لار د درنو واورو او توپان له امله تېره شپه د ټېلري موټرو پر مخ تړل شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ادارې اجرایوي مدیر سمیع الله ولي زاده پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه لویه لار د تېرې شپې له اتو بجو راهیسې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
هغه د یادې لارې له ټولو مسافرو او موټرچلوونکو غوښتي چې ددې لارې څخه د تېرېدو پر مهال دې ترافیکي مققراتو ته پام وکړي.
دغه لویه لار د سانګ په غرونو کې له یوه تونله تېرېږي او د هېواد شمالي ولایتونو له مرکز سره تړي، په ژمي مې ځينې وخت د واورې او توفان له امله د ترافیکو پر مخ تړل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن