کابل (پژواک،دسلواغې لومړۍ نېټه ۹۸): ډنمارک د یوې پروژې په ترڅ کې په بدخشان، دایکنډي، غور، هرات او اروزګان ولایتونو کې له ۱۲۹ زره افغان زیانمنو بزاګرانو او د هغوی له کورنیو سره درې میلیونه ډالره مرسته کوي.
د دغې مرستې تړون نن د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت، د خوراک او کرنې سازمان، د ملګرو ملتونو د کرنې (FAO) او ډنمارک سفارت تر منځ په کابل کې لاسلیک شو.
د کرنې وزارت د اوبو او طبعي زېرمو مرستیال حشمت الله غفوري، د دغه تړون د لاسلیک په ناسته کې وویل چې یادې پیسې ډنمارک ورکوي او دغه پروژه د ياد وزارت په مرسته د خوراک سازمان او د ملګرو ملتونو د کرنې پروګرام له خوا عملي کېږي.
د هغه په خبره، یاد پنځه ولایتونه د دغې مرستې لپاره ځکه ټاکل شوي چې د غذایي امنیت له اړخه ډېر زیانمن دي. نوموړي زیاته کړه چې د ۱۳۹۷ کال د وچکالۍ ناوړه اغېزې اوس هم پرځای پاتې دي.
د کرنې وزارت او په کابل کې د ډنمارک سفارت په ګډه خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې پروژې په اساس، په ناامنه سیمو کې له زیانمنو بزګرانو سره د اصلاح شوو کرنیزو تخمونو او کيمیاوي سرو د مرستې ترڅنګ دوی د سمې کرنې د لارو چارو په برخه کې روزل کېږي، داسې چې دوی وکولای شي د خپلې بزګرۍ له لارې بېرته خپل ژوند احیا کړي او د راتلونکو احتمالي افتونو پرضد خپله توانایي ځواکمنه کړي.
سرچینې زیاته کړې چې له طبیعي پېښو د زیانمنو کسانو د وضعیت د ښه کېدو او د اوبو بندونو د جوړولو لپاره دغې پروژې نغدي مرستې په پام کې نیولې چې د محافظوي دېوالونو او سېلاب پروړاندې د دېوالونو د جوړېدو لپاره بزګرانو ته ورکول کېږي.
د خبرپاڼې په دوام کې راغلي چې د دغې پروژې د پلي کولو له لارې به د بزګرانو ډېرې زیانمنې کورنۍ چې د ۱۳۹۷ د وچکالۍ او روان کال له سېلابونو یې زیان لیدلی وي او په ځانګړې توګه هغه کورنۍ چې مېرمنې یې سرپرستانې دي، هغوى د مرستو لومړيتوب لري .
په افغانستان کې د ډنمارک هېواد سفیر مایکل لاندییسن وویل چې د غذایي امنیت نشتوالی او د ژوند بحران، میلیونونه افغانان زیانمن کړي دي.
هغه زیاته کړه چې هېواد یې له نورو مرسته کوونکو سره هڅه کوي څو د هغو افغانانوبېړنيو اړتیاوو ته ځواب ویونکي وي چې له وچکالۍ او وروستیو سېلابونو څخه ورته زیان رسېدلی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خواراک او کرنې رییس راجندار آریال، په دغه ناسته کې وویل: «د افغانستان ډېری خلک په غذایي ناامنۍ کې ژوند کوي، چې ترکیب یې مخکیني زیانونه او د ۲۰۱۸ ميلادي کال وچکالۍ دي.
نوموړي زیاته کړه چې د بېوزلۍ، خوار ځواکۍ او کډوالۍ د کمولو لپاره چټکو بدلونونو ته اړتیا ده او باور لري چې یاده مرسته کولای شي په پنځو ولایتونو کې د زیانمنو بزګرانو په وضعیت ښه کولو کې مثبت بدلون راولي.
د یوه راپور موندنې ښیي چې د افغانستان شاوخوا ۱۴ میلیونه وګړي د بحران یا اضطراري غذايي ناامنۍ له ګواښ سره مخ دي او له دې ډلې په ټول هېواد کې شاوخوا ۲،۴ میلیونه خلک د ژوند اړینو توکو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن