کندهار (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۸): د کندهار اوسېدونکی وايي، کندهار هوايي ډګر د احمد شاه بابا په نوم ونومول شو خو د دولتي چارواکو پر ژمنو سربېره یې خدمات معیاري نه شول.
خلک وايي، احمد شاه بابا هوايي ډګر د یوه عادي هوايي ډګر په څېر خدمات هم نه لري.
څو میاشتې وړاندې د چنګاښ په ۱۲مه ولسمشر غني کندهار ته د سفر پر مهال د کندهار نړیوال هوايي ډګر د احمد شاه بابا په نوم ونوماوه.
ولسمشر ویلي وو چې د کندهار نړیوال هوايي ډګر د وزیرانو شورا په وړاندیز د لوی امپراطور احمد شاه بابا په نوم نومول شوی چې دوه او درې برابره پانګونه به ورباندې وشي.
هغه دغه هوايي ډګر د سیمې د وصل ټکی ګڼلی او ویلي یې وو چې د کندهار او نورو ولایتونو تولیدات او کرنیز محصولات له دې لارې خلیجي او اروپايي هېوادونو ته صادرېږي.
خو د کندهار اوسېدونکي وايي چې له هغه وخت څو میاشتې تېرېږي او تر اوسه ان د دغه هوايي ډګر خدمات هم معیاري نه دي.
د کندهار ښار اوسېدونکی حاجي سید محمد چې له دغه هوايي ډګره تل بهرنیو هېوادونو ته سفر کوي پژواک خبري اژانس ته وویل، چارواکو خلک یوازې د دغه هوايي ډګر د نوم په اړولو خوشحاله کړل خو د خدماتو د معیاري کولو لپاره یې هیځ هم و نه کړل.
هغه زیاته کړه، په هوايي ډګر کې د برېښنا نشتوالی، په ترمینلونو کې د ګرمې او سړې هوا سیسټم نشتوالی، د امنیتي کامرو نشتون، د تجهیزاتو او اسانتیاوو کمښت، د تمځای او په تمځای کې د تشنابونو نشتوالی، چټل چاپېریال، له دغه هوايي ډګره د نشه یي توکو قاچاق او ګڼې نورې هغه ستونزې دي چې د دغه هوايي ډګر نړیوال اعتبار یې زیانمن کړی دی.
سيد محمد وايي، له دې ور ها خوا خلک تر هوايي ډګر پورې د تګ راتګ لپاره د ټرانسپورټ په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.
د ده په خبره، یوازې محدود شمېر ټکسي موټرونه اجازه لري چې هوايي ډګر ته داخل شي.
د دې تر څنګ نوموړی د تلاشۍ له ګډوډ سیستم څخه هم شکایت کوي او دغه راز یادونه کوي چې د برېښنا سیسټم هم معیاري نه دی ځکه ډېر مهال د بایومیټریک پر مهال ناڅاپي کمپیوټرونه بندېږي او مسافر مجبور دي په دقیقو دقیقو منتظر پاتې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن