ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عامو افغانانو له پوهنې وزارت سره د ٧٧١ ميليونه افغانيو مرستې کړې دي

عامو افغانانو له پوهنې وزارت سره د ٧٧١ ميليونه افغانيو مرستې کړې دي

author avatar
21 Jan 2020 - 17:43
عامو افغانانو له پوهنې وزارت سره د ٧٧١ ميليونه افغانيو مرستې کړې دي
author avatar
21 Jan 2020 - 17:43

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٨): د پوهنې وزارت وايي چې د ۳۰ ولایتونو اوسېدونکو عامو افغانانو ورسره د څه دپاسه ۷۰۰ میلیونو افغانیو مرسته کړې ده.

د ياد وزارت له خوا د سلواغې په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته په رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا مرستې د خوست، دایکنډي، کاپیسا، وردګ، سرپل، بامیان، پنجشېر، سمنګان، بادغیس، کندهار، بلخ، نیمروز، هلمند، جوزجان، لوګر، هرات، پکتیا، غزني، فراه، لغمان، کونړ، ننګرهار، پروان، فاریاب، بغلان، زابل، تخار، بدخشان، پکتیکا ولايتونو او د کابل ښار   اوسېدونکو کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې دا مرستې د ۱۳۹۸ ښوونیز کال پر مهال شوي چې ټولې پيسې يې ۷۷۱ میلیونه ۳۲۷ زره او ۵۱۰ افغانۍ دي.

په خبرپاڼه کې دا مرستې د ۳۴۲۸۹۷۱۰۰ افغانیو په ارزښت د ۷۱۳.۲۵۵ جریبه ځمکو، د ۲۱۰ درسي ټولګیو جوړولو، د ۸ ښوونځيو لپاره د نویو ودانیو جوړولو، د ۳۸۸۷ میزونو او څوکیو رغولو، د ښوونځيو لپاره د ۴۶۲ زره او ۳۵۶ پایو میزونو او څوکيو مرستو، د درسي ټولګیو رنګولو، ښوونځيو لپاره د لابراتواري موادو چمتو کولو، د درسي کتابونو برابرولو او د ښوونځيو ټولو اړتیاوو پوره کولو په برخو کې  شوې دي.

د پوهنې وزارت ويلي، ولسي مرستې د ښوونځيو شوراګانو له لوري چې په هغو کې د ښوونیزو مؤسسو ښوونکي، د زده کوونکو مور او پلار، د جوماتونو ملا امامان، د سیمه ييزو شوراګانو غړي، ځایي مشران، د ښوونې او روزنې ملګري او خیریه کسان شته، راټولې شوي او د هغوى تر څارنې لاندې کارول کېږي.

سرچينې زياته کړې، په ۱۳۹۸ ښوونیز کال کې د ښوونځيو شوراګانو غړو، د هېواد ۸۴۴۴ تنو ښاریانو ته د نجونو ښوونې او روزنې اهمیت په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره او پلي کړي دي.

د پوهنې وزارت وايي، اوسمهال ۱۳۹۹۹ ښوونځي شوراګانې لري او په پام کې ده چې د هېواد په ټولو ښوونځيو کې شوراګانې جوړې شي.

پوهنې وزارت ۱۳۹۷ لمریز کال له پوهنې څخه د ملاتړ کال او ورپسې له ۱۳۹۷ څخه تر ۱۴۰۹ لمريز کلونو پورې د پوهنې لسیزې په نوم نومولې چې د افغانستان ولسمشر له لوري هم تایيد شوی دى.

پوهنې وزارت ژمن دى چې د پوهنې لسیزه به د هېواد په کچه د ښوونې او روزنې د ستونزو د پای لسیزه واوسي.

د پوهنې وزارت له ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې په هېواد کې د ښوونې او روزنې پياوړتیا لپاره د پوهنې په لسیزه کې ونډه واخلي او له ښوونځي څخه پاتې ماشومانو د شمولیت، ښوونځيو څخه د ساتنې او څارنې، د ښوونکو د تدریس او د زده کوونکو حاضري څخه د څارنې په برخو کې هر اړخیزه مرسته وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.