جلال اباد (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۸): په ننګرهار کې د ۳۰ خصوصي ښوونځيو ترمنځ د کرکټ لس ورځنۍ سيالۍ پيل شوې چې موخه يې د ژمي له لس ورځنيو رخصتيو سالمه ګټه اخيستل او زده کوونکو ته د تفريح زمينه برابرول دي.
د يادو سياليو د پيل مراسم د سلواغې په لومړۍ نېټه د جلال اباد ښار د سراج العمارت بڼ د کرکټ په لوبغالي کې ترسره شول.
په ختيځ کې د خصوصي ښوونځيو اتحاديې مشر رييس الحق ناصري وويل، دغه ټورنمنټ به لس ورځې دوام وکړي چې يوه موخه يې د ژمي له لس ورځنيو رخصتيو سمه ګټه اخیستل، زده کوونکو ته د تفريح زمينه برابرول او د ننګرهار په کچه د خصوصي ښوونځيو د يوې منتخبې لوبډلې لپاره د لوبغاړو پيدا کول دي.
هغه زياته کړه: ((دا لوبې به لس اوريزې وي، د سولې پيغام به ولري، د ښوونځيو ترمنځ به د يووالي رامنځته کېدو سبب وګرځي.))
په همدې حال کې د ننګرهار د والي مرستيال تميم عارف مومند وويل، کرکټ د يووالي لوبه ده او هيله يې څرګنده کړه چې دا لوبه هم لکه ملي ټيم چې د افغانانو د يووالي سبب شوی، دا لوبې د لېسو د زده کوونکو ترمنځ يووالی رامنځته کړي.
هغه دغه راز د خصوصي ښوونځيو له ادارو غوښتنه وکړه چې د فوځ د شهيدو سرتېرو اولادونو ته په خپلو ښوونځيو کې د وړيا زده کړو زمينه برابره کړي.
د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی کريم خان صادق چې د دغه ټورنمنټ پيليزو مراسمو ته ورغلی و، دا ډول سيالۍ يې د ځوانو لوبغاړو د مخته راتګ لپاره يې ګټورې يادې کړې او له حکومت يې هيله څرګنده کړه چې ځوانانو ته د ورزش لپاره لوبغالي جوړ او نورې زمينې برابرې کړي.
د شفيع الله عزيزي په نوم د يوې خصوصي لېسې زده کوونکي او د کرکټ د دغه ټورنمنټ يو ګډونوال وايي، دا لوبه به وکولی شي چې دوی ته په راتلونکي کې د لا ښو پرمختګونو زمينه برابره کړي.
د دغو سياليو سمبالوونکي وايي، په تعليمي نصاب کې د وزارت له لورې د سپورټ لپاره ځانګړی مضمون ځای شوی خو دا چې زده کوونکي په نورو وختونو کې له زده کړو محروم نه شي په دا شان د رخصتيو ورځو کې ورته د کرکټ او نورو لوبو سيالۍ برابروي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن