د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هلمند کې د هغو ښوونځیو زده کوونکي چې ودانۍ نه لري، له سړې هوا شکایت کوي

هلمند کې د هغو ښوونځیو زده کوونکي چې ودانۍ نه لري، له سړې هوا شکایت کوي

Jan 21, 2020 - 14:33

لښکرګاه (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٨): په هلمند کې يو شمېر زده کوونکي وايي چې د ژمي په دې سړه هوا کې درسي خونې نه لري او له ستونزو سره مخ دي، خو د پوهنې رياست مسوولين بيا وايي چې طالبان د ښوونځيو جوړولو ته اجازه نه ورکوي.

د مرکز لښکرګاه د بولان سيمې د بولان تپې ښوونځي زده کوونکي زمري د سلواغې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ښوونځي کې شاوخوا ١٥ سوه زده کوونکي زده کړې کوي.

هغه وايي: ((په ټول مکتب کې څلور درسې خونې لرو، نور ټول شاګردان په خېمو کې زده کړې کوي، د باران په ورځ اوبه خيمې ته راځي د ناستې لپاره هېڅ ځاى نه وي او په خېمه کې مو يخ هم کيږي.))

دغه راز د باغران ولسوالۍ د پاى سنګ ښوونځي زده کوونکي ميراغا پژواک ته وويل چې د دوى ښوونځى کافي خېمې هم نه لري.

ده وويل: ((هوا ډېره سړه ده، خېمې هم پوره نه لرو، اتاقونه خو څه کوې.))

په ورته وخت کې د نوزاد ولسوالۍ د ولي محمد کارېز ښوونځي زده کوونکي عبدالباري پژواک ته وويل چې د دوى ښوونځى بېخي ودانۍ نه لري او په ډاګ کې زده کړې کوي.

د يادو ولسواليو کنټرول له تېرو څو کلونو راهيسې له وسله والو طالبانو سره دى.

په ورته وخت کې په لښکرګاه ښار کې د يوه زده کوونکي د کورنۍ غړي فدا محمد پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې ډېرى ښوونځي ودانۍ نه لري.

ده وويل: ((څو ځلې دغه مشکلات موږ له والي او نورو چارواکو سره شريک کړي، خو هېڅ نتيجه يې نه ده ورکړې.))

نوموړي هم وويل چې د درسي خونو د نه شتون له امله زده کوونکي له سړې هوا سره په مشکل کې دي.

د يادو څرګندونو په اړه د هلمند د پوهنې رياست اداري مرستيال محمد ولي سرحدي پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې ١٧٧ ښوونځي د ودانيو جوړولو ته اړتيا لري.

هغه وايي: ((موږ پلان لرو چې ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړو، خو په ولسواليو کې طالبان اجازه نه راکوي.))

د نوموړي په وينا، دوى کوښښ کوي چې د قومي مشرانو په منځګړتوب له وسله والو طالبانو سره ياده ستونزه هواره کړي.

بل لور ته د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ښوونځيو ودانيو جوړولو ته د اجازې نه ورکولو په اړه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، طالبان د هغو ښوونځيو جوړولو ته اجازه نه ورکوي چې حکومت يې په ټيټ کيفيت جوړوي.

نوموړى نيوکه وکړه چې له دې وړاندې حکومت په بېلابېلو سيمو کې په خراب کيفيت ښوونځي جوړ کړي دي.

د يادونې ده، په هلمند کې دا مهال ټولټال ٣٤٩ ښوونځي دي چې ٢١٢ زره زده کوونکي په کې زده کړې خو ١٣٠ زره زده کوونکي د ښوونځيو د ودانيو د نشتون له امله تر شنه اسمان لاندې خپلو زده کړو ته ادامه ورکوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement