لښکرګاه (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٨): په هلمند کې يو شمېر زده کوونکي وايي چې د ژمي په دې سړه هوا کې درسي خونې نه لري او له ستونزو سره مخ دي، خو د پوهنې رياست مسوولين بيا وايي چې طالبان د ښوونځيو جوړولو ته اجازه نه ورکوي.
د مرکز لښکرګاه د بولان سيمې د بولان تپې ښوونځي زده کوونکي زمري د سلواغې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ښوونځي کې شاوخوا ١٥ سوه زده کوونکي زده کړې کوي.
هغه وايي: ((په ټول مکتب کې څلور درسې خونې لرو، نور ټول شاګردان په خېمو کې زده کړې کوي، د باران په ورځ اوبه خيمې ته راځي د ناستې لپاره هېڅ ځاى نه وي او په خېمه کې مو يخ هم کيږي.))
دغه راز د باغران ولسوالۍ د پاى سنګ ښوونځي زده کوونکي ميراغا پژواک ته وويل چې د دوى ښوونځى کافي خېمې هم نه لري.
ده وويل: ((هوا ډېره سړه ده، خېمې هم پوره نه لرو، اتاقونه خو څه کوې.))
په ورته وخت کې د نوزاد ولسوالۍ د ولي محمد کارېز ښوونځي زده کوونکي عبدالباري پژواک ته وويل چې د دوى ښوونځى بېخي ودانۍ نه لري او په ډاګ کې زده کړې کوي.
د يادو ولسواليو کنټرول له تېرو څو کلونو راهيسې له وسله والو طالبانو سره دى.
په ورته وخت کې په لښکرګاه ښار کې د يوه زده کوونکي د کورنۍ غړي فدا محمد پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې ډېرى ښوونځي ودانۍ نه لري.
ده وويل: ((څو ځلې دغه مشکلات موږ له والي او نورو چارواکو سره شريک کړي، خو هېڅ نتيجه يې نه ده ورکړې.))
نوموړي هم وويل چې د درسي خونو د نه شتون له امله زده کوونکي له سړې هوا سره په مشکل کې دي.
د يادو څرګندونو په اړه د هلمند د پوهنې رياست اداري مرستيال محمد ولي سرحدي پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې ١٧٧ ښوونځي د ودانيو جوړولو ته اړتيا لري.
هغه وايي: ((موږ پلان لرو چې ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړو، خو په ولسواليو کې طالبان اجازه نه راکوي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن