کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٨): ولسمشر محمد اشرف غني د اقتصاد نړیوالې مجمع ناسته کې د ګډون په موخه نن سهار سويس ته ولاړ.
له ارګه د سلواغې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له ولسمشر اشرف غني سره په دغه سفر کې لوړپوړى پلاوى هم ملتيا کوي.
سرچينې زياته کړې چې ولسمشر به د سويټزرلينډ په ډيووس ښار کې د اقتصاد نړیواله مجمع کې پر ګډون او وینا سربېره د يادې مجمع رييس او د يو شمېر هېوادونو له مشرانو او مقاماتو سره هم کتنې ولري.
د يادونې ده، په دې ناسته کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د پاکستان لومړى وزير عمران خان او د ګڼ شمېر نورو هېوادونو ولسمشران او لوړپوړي چارواکي ګډون کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن