ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار ښار کې دوه وسله وال بریدګر پر پولیسو له برید وروسته وژل شوي

کندهار ښار کې دوه وسله وال بریدګر پر پولیسو له برید وروسته وژل شوي

author avatar
21 Jan 2020 - 14:15
کندهار ښار کې دوه وسله وال بریدګر پر پولیسو له برید وروسته وژل شوي
author avatar
21 Jan 2020 - 14:15

کندهار ښار (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٨): په کندهار ښار کې دوه وسله وال بريدګر وروسته له هغه ووژل شول چې په ښار کې يې يو پوليس وواژه کړ.

دا پېښه نن غرمه د کندهار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په هرات بازار کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې دوو بریدګرو پر پولیسو ډزې وکړې، یو پولیس یې وواژه او بل یې ټپي کړ.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن غرمه یوولس بجې دوو بریدګرو پر پولیسو غلچکي برید وکړ چې په پایله کې یې یو پولیس ووژل شو او بل ټپي شوی دی.

هغه زیاته، له دغه برید وروسته يوه بل پولیس ځوابي ډزې وکړې او دواړه بریدګر یې ووژل.

د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.