کابل (پژواک، ٢ سلواغه ٩٨): د نولس کلنو کرکټ نړيوال جام سياليو په لړ کې افغانستان نن خپله دويمه لوبه له متحده عربي اماراتو سره ترسره کوي.
دغه سيالۍ د تېرې جمعې په ورځ په سوېلي افريقا کې پيل شوې دي، چې په کې د نړۍ ١٦ لوبډلو برخه اخيستې او پر څلورو ګروپونو وېشل شوي دي.
افغانستان په (د) ګروپ کې له کوربه سوېلي افريقا، متحده عربي امارات او کاناډا سره دى.
د ١٩ کلنو ملي لوبډلې په خپلې لومړۍ لوبه کې پياوړې کوربه لوبډلې سوېلي افريقا ته ستره ماتې ورکړې وه.
د افغان لوبـډلې روزونکي رييس احمدزى وايي چې دوى هره لوبه جدي نيسي او له بشپړ پلان سره ميدان ته ورکښته کېږي.
هغه پژواک ته وويل چې د اماراتو لوبډلې پر وړاندې به يې لوبـډله خپل سل فيصده ځواک او وړتيا کاروي څو ددې لوبې ګټلو سره بل پړاو ته خپل تګ يقيني کړي.
ده زياته کړه چې سوېلي افريقا ته په ماتې ورکولو سره د افغان لوبغاړو مورال لوړ شوى او له څو ورځو راهيسې يې ښه تمرينات هم کړي دي، هيله ده چې نن به لوبډله هېوادوالو ته د بلې بريا زېرى ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن