کندوز ښار (پژواک، ٢ سلواغه ٩٨): د کندوز د ښځو چارو رييسه وايي چې د عامه پوهاوي او کاري مصئونيت په پايله کې د دغه ولايت په دولتي ادارو کې د ښځو د ونډې کچه ٢٠ سلنې ته لوړه شوې ده.
دغه څرګندونې د کندوز د ښځو چارو رييسې نصيبې هولګر د سلواغې په دويمه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.
دې وويل چې دوه کاله وړاندې د دغه ولايت په دولتي ادارو کې لس سلنه ښځې وې خو د عامي پوهاوي او کاري مصئونيت په پايله کې دغه شمېره شل سلنې ته لوړه شوې ده.
هغې زياته کړه: ((ښځو هم زوړورتيا وښوده، په رقابتي ازموينو کې یې ګډون وکړ، هڅې يې وکړې د عدلي او قضايي ارګانونو ترڅنګ يې په نورو ادارو کې هم دندې واخيستې.))
د کندوز د ښځو چارې رييسې له نورو ښځو هم غوښتنه وکړه چې په ازموينو کې ونډه واخلي څو په دولتي ادارو کې پر دندو وګومارل شي.
بل لور ته يو شمېر ښځې چې په دولتي ادارو کې کار کوي، له خپلو دندو خوښې دي او له حکومته غواړي چې نور کاري فرصتونه هم دوى ته برابر کړي.
په دې اړه د کندوز د کليو پراختيا رياست مطبوعاتي مسوولې جميله حسيني پژواک ته وويل چې د ځينو ستونزو له امله اوس هم په دولتي ادارو کې د ښځو شمېر کم دى.
دې وويل: ((د ښځو رياست چې کوم ارقام ورکړي، فکر نه کوم په دولتي ادارو کې د ښځو شمېر دومره وي خو په هر صورت موږ له خپلو دندو خوښ يو خو ښځو ته بايد د کار کولو ډېر فرصتونه برابر کړاى شي.))
په ورته وخت کې د کندوز د ښځو شبکې مسوولې مرضيې رستمي پژواک ته وويل چې په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه ډېره شوې خو قانع کوونکي نه ده.
رستمي زياتوي: ((يواځې د روغتيا او پوهنې په برخو کې د ښځو شمېر ډېر دى په نورو برخو کې دومره نشته، په نورو برخو کې يې هم بايد شمېر ډېر شي.))
د يادونې ده، کندوز د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې دى چې په تېرو پنځو کلونو کې یې دوه ځلې د وسله والو طالبانو په لاس سقوط کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن