ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې د نامسووله وسله والو پرضدعمليات پيل شول

په بغلان کې د نامسووله وسله والو پرضدعمليات پيل شول

author avatar
22 Jan 2020 - 18:23
په بغلان کې د نامسووله وسله والو پرضدعمليات پيل شول
author avatar
22 Jan 2020 - 18:23

پلخمری(پژواک،۲سلواغه۹۸): د بغلان  ولايت په درېيو ولسواليو کې د نا مسوولو  وسله والو پر ضد چاڼيز عمليات پيل شوي  .

د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال ويس صميمي د سلواغې په  ۲ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې دا عمليات په بنو، ده صلاح او پل حصار ولسواليو کې  پيل شوي دي او څو ورځې به ادامه ولري.

هغه زياته کړه، عمليات يې د يادو ولسواليو له قومي مشرانوسره تر ليدنې او سلا مشورو وروسته  پيل کړي چې په ترڅ کې به يې لومړی د يادو ولسواليو ښارونه او بيا نورې سيمې له نا قانونه وسله والو پاکې کړي.  

د قوماندان په وينا، د نا مسووله وسله والو پر وړاندې د عملياتو پيل موخه  د يادو ولسواليو ځوانان قانوني ژوند ته هڅول دي چې په  ترسره  کېدو به يې يو شمېر ناقانونه وسله لرونکي ځوانان دقانون تر حاکمیت لاندې ژوند غوره کړي .

د بغلان سرپرست والي عبدالقديم نيازي چې د عملياتو د پيل په موخه يې يادو ولسواليو ته سفر کړی وايي، وسله لرل جرم خو د خلکو پر وړاندې ترې نا قانونه ګټه اخيستنه هغه جنايت دی چې له کلونوراهيسې د دغو ولسواليوخلک ترې ځوريږي.  

دی وايي  د بنو ،ده صلاح او پل حصارولسوالیو قومي مشرانوپه غوښتنه يې د نا مسووله وسله والو ډلو دځپلو په موخه عمليات پيل کړي دي .

د ده صلاح ولسوالۍ قومي مشر ارباب رحم خدا وايي، امنيتي مسوولينو دغه ګام چې له نن وروسته به له ناقانونه وسلې سره څوک ښارته نه راځي ستايي .

هغه زياته کړه، په همدې موخه د نوي جوړ شوي ګارنيزيون  کړنې د قانون په چوکاټ برابرې اوملاتړ يې کوي .

د بنو ولسوالۍ اوسېدونکی ارباب فضل الرحمن وايي، د اندراب د رېګونو ولسواليو ته دنا مسوله وسله والو د ځپلو لپاره د امنيتي ځواکونوپر راتګ  وسله وال له  ښارونو وتلي  او غرونو ته پورته  شوي دي .

نوموړی زیاتوي ، حکومت دې دنا مسووله وسله والو ډلو پروړاندې پیل شویو عملیاتو ته  دټولو سیمو ترپاکولو پورې دوام ورکړي .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.