ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام کې اماراتو ته ماتې ورکړه

افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام کې اماراتو ته ماتې ورکړه

author avatar
22 Jan 2020 - 20:09
افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام کې اماراتو ته ماتې ورکړه
author avatar
22 Jan 2020 - 20:09

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۹۸) : افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام سیالیو اماراتو ته په ماتې ورکولو سره دویمه بریا خپله کړه.

د۱۶ لوبډلو په ګډون د ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالۍ د تیرې جمعې په ورخ په سویلي ا فریقې کې پیل شوې دي.

افغانستان نن خپله دویمه لوبه له متحده عربي اماراتو سره ترسره کړه، ملي ۱۹ کلنې لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدلو سره ۲۶۵ منډې جوړې کړې .

دافغانستان له لوري ابراهیم ځدراڼ ۸۷ او رحمان الله ۸۳ منډې جوړې کړې. د اماراتو لوبډله د شفیق الله غفاري او نور احمد لکڼوال د ښې توپ اچونې له امله په ۱۰۵ منډو وسوځیدله او افغانستان دا لوبه د ۱۶۰ منډو په توپیر سره وګټله.

دافغانستان له لوري غفاري پنځه او لکڼوال درې لوبغاړي وسوځول تردې مخکې افغانستان په لومړۍ لوبه کې کوربه سویلي افریقې ته ماتې ورکړې وه، دوو بریاوو خپلولو سره افغانستان دویم پړاو ته لاره وموندله، افغانستان به خپله وروستۍ لوبه د جمعې په ورځ له کاناډا سره کوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.