کابل (پژواک، ٢ سلواغه ٩٨): امنيتي مسوولين وايي چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د لوګر په مرکز کې د وسله والو طالبانو د ماينونو جوړولو يو مرکز کشف او له منځه وړى دى.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري د سلواغې په دويمه پژواک خبري اژانس ته را استول شوې ده.
سرچينه وايي چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د لوګر د مرکز پل علم په بابوس سيمه کې د وسله والو طالبانو د ماينونو جوړولو پر يوه مرکز عمليات ترسره کړي دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په دغه مرکز کې د وسله والو طالبانو د قوماندان کريم په مشرۍ د پرسونل ضد او نور ماينونه جوړېدل چې د عملياتو پرمهال کشف او له منځه يوړل شو.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن