ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د استيناف محکمې يو قاضي ووژل شو

د ننګرهار د استيناف محکمې يو قاضي ووژل شو

author avatar
22 Jan 2020 - 18:38
د ننګرهار د استيناف محکمې يو قاضي ووژل شو
author avatar
22 Jan 2020 - 18:38

جلال اباد (پژواک، ٢ سلواغه ٩٨) : تر يو څه ځنډ وروسته په ننګرهار ولايت کې يو ځل بيا ترور پيل شوى او د استيناف محکمې يو قاضي د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن مازيګر ناوخته په شاوخوا څلور نيمو بجو د بهسودو ولسوالۍ اړونده د بېز اکمالاتي په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، ناپېژانده وسله والو د ننګرهار استيناف محکمې قاضي، رفیع الدين اشنا پر ډزو سره وژلى او بريدګر تښتېدلي دي.

خوږياڼى وايي چې پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې، خو تر اوسه يې په دې تړاو څوک نه دى نيولي.

د يادونې ده چې له يو څه ځنډ وروسته دا د ترور لومړۍ پېښه ده، چې په ننګرهار ولايت کې رامنځته کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.