د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د نولس کلنو کرکټ نړيوال جام کې افغانستان نن له اماراتو سره لوبه کوي

لوبې

ارشيف

د نولس کلنو کرکټ نړيوال جام کې افغانستان نن له اماراتو سره لوبه کوي

Jan 22, 2020 - 09:29

کابل (پژواک، ٢ سلواغه ٩٨): د نولس کلنو کرکټ نړيوال جام سياليو په لړ کې افغانستان نن خپله دويمه لوبه له متحده عربي اماراتو سره ترسره کوي.

دغه سيالۍ د تېرې جمعې په ورځ په سوېلي افريقا کې پيل شوې دي، چې په کې د نړۍ ١٦ لوبډلو برخه اخيستې او پر څلورو ګروپونو وېشل شوي دي.

افغانستان په (د) ګروپ کې له کوربه سوېلي افريقا، متحده عربي امارات او کاناډا سره دى.

د ١٩ کلنو ملي لوبډلې په خپلې لومړۍ لوبه کې پياوړې کوربه لوبډلې سوېلي افريقا ته ستره ماتې ورکړې وه.

د افغان لوبـډلې روزونکي رييس احمدزى وايي چې دوى هره لوبه جدي نيسي او له بشپړ پلان سره ميدان ته ورکښته کېږي.

هغه پژواک ته وويل چې د اماراتو لوبډلې پر وړاندې به يې لوبـډله خپل  سل فيصده ځواک او وړتيا کاروي څو ددې لوبې ګټلو سره بل پړاو ته خپل تګ يقيني کړي.

ده زياته کړه چې سوېلي افريقا ته په ماتې ورکولو سره د افغان لوبغاړو مورال لوړ شوى او له څو ورځو راهيسې يې ښه تمرينات هم کړي دي، هيله ده چې نن به لوبډله هېوادوالو ته د بلې بريا زېرى ورکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking