کابل (پژواک، ٢ سلواغه ٩٨): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره د افغان سولې پر پروسې خبرې کړې دي.
له سپينې ماڼۍ د سلواغې په ٢مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو مشرانو تېره شپه د سويس په ډاووس ښار کې د نړيوال اقتصادي ناستې په څنډه کې سره وليدل.
سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې ټرمپ او عمران خان موافقه وکړه چې پر افغان سولې پروسې به خپلو هڅو او هلو ځلو ته دوام ورکوي څو په افغانستان کې دوامداره ثبات رامنځته شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ليدنه کې دواړو پر دې ټينګار کړی چې ترهګر باید له دغه هېواده پر نورو هېوادونو د بريدونو لپاره فعاليتونه ونه کړي.
سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو پر سوداګريزو او اقتصادي اړيکو هم خبرې شوې دي.
بلخوا د پاکستان د لومړي وزير له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ليدنه کې پر کشمير هم خبرې شوې او ولسمشر ټرمپ يو ځل بيا د کشمير د موضوع د هواري لپاره د خپلو همکاريو وړانديز کړى دى.
د يادونې وړ ده، هغه پخوا هم دا ډول وړانديزونه کړي، خو د هندوستان له خوا رد شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن