ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټرمپ او عمران خان پر افغان سولې خبرې کړې دي

ټرمپ او عمران خان پر افغان سولې خبرې کړې دي

author avatar
22 Jan 2020 - 09:27
ټرمپ او عمران خان پر افغان سولې خبرې کړې دي
author avatar
22 Jan 2020 - 09:27

کابل (پژواک، ٢ سلواغه ٩٨): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره د افغان سولې پر پروسې خبرې کړې دي.

له سپينې ماڼۍ د سلواغې په ٢مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو مشرانو تېره شپه د سويس په ډاووس ښار کې د نړيوال اقتصادي ناستې په څنډه کې سره وليدل.

سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې ټرمپ او عمران خان موافقه وکړه چې پر افغان سولې پروسې  به خپلو هڅو او هلو ځلو ته دوام ورکوي څو په افغانستان کې دوامداره ثبات رامنځته شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ليدنه کې دواړو پر دې ټينګار کړی چې ترهګر باید له دغه هېواده پر نورو هېوادونو د بريدونو لپاره فعاليتونه ونه کړي.

سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو پر سوداګريزو او اقتصادي اړيکو هم خبرې شوې دي.

بلخوا د پاکستان د لومړي وزير له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ليدنه کې پر کشمير هم  خبرې شوې او ولسمشر ټرمپ يو ځل بيا د کشمير د موضوع د هواري لپاره د خپلو همکاريو وړانديز کړى دى.

د يادونې وړ ده، هغه پخوا هم دا ډول وړانديزونه کړي، خو د هندوستان له خوا رد شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.