ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د ٢٢ ميليونه افغانيو په ارزښت د بيارغونې پروژې پيل شوې

په ننګرهار کې د ٢٢ ميليونه افغانيو په ارزښت د بيارغونې پروژې پيل شوې

author avatar
22 Jan 2020 - 18:37
په ننګرهار کې د ٢٢ ميليونه افغانيو په ارزښت د بيارغونې پروژې پيل شوې
author avatar
22 Jan 2020 - 18:37

جلال اباد (پژواک، ٢ سلواغه ٩٨) : د ننګرهار ولايت په بېلا بېلو سيمو کې د ٢٢ ميليونه افغانيو په ارښت بېلا بېلې پروژې پيل شوې.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په ٢مه، پژواک اژانس ته وويل، چې جلال اباد ښار کې د ۱۱ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د څلور پارکونو جوړولو چارې پیل شوې .

هغه زياته کړه، دا پارکونه د جلال اباد ښاروالۍ په همغږۍ د یو این هبیتات ادارې له لورې پیل شوې چې ۶ میاشتو کې به بشپړي شي .

د جلال اباد ښاروال روح الامین حسن  د یادو پارکونو د چارو پیل کېدو له امله د ټولو مسؤلینو او سیمې خلکو څخه مننه وکړه چې په دقت سره یې سیمې په نښه او عملي کار کولو ته یې زمینه برابره کړه .

د يو بل خبر له مخمې، د خوږیاڼو قیلغو سیمه کې د څه باندې ۵ نیم میلیونه افغانیو په لګښت یو استنادي دیوال جوړیږي .

خوږياڼى وايي، دغه دېوال د ۲۱۵ متره په اوږدوالي جوړېږي چې د راتلوونکو ۱۲ میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي .

د کلیو پرختیا او بیارغونې رئیس انجینر امان الله میاخیل وایي، دغه استنادی دیوال د کلیو پرمختیا وزارت د سیمه ییزې همغږۍ پروګرام له لوري د مالی وزارت له بودیجې څخه جوړیږي .

هغه زیاتوي،د یاد استنادي دیوال د جوړیدو  هوکړه لیک یې نن د خوږیاڼو  د قیلغو د تورخیلو پرمختیایی شورا سره لاسلیک کړ او ژر به یې عملي چارې پیل شي .

بلخوا د ننګرهار  ولایت مرکز جلال اباد ښار اتمې ناحیې په مربوطاتو کې د جلال اباد ښاروالۍ په همغږۍ د ولسي تړون ملي پروګرام له لورې د شپږ میلیونه دوه سوه درې پنځوس زره افغانیو په مالي لګښت ١١٨١ مترو په اوږدوالي فرعي سرکونو او ٧٦١ مترو په اوږد والي ویالې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .

د جلال اباد ښاروالۍ د اتمې ناحیې امر انجینر بختیار احمد وایي،یاده پروژه یې په سیمه کې د څلورم ګذر له لورې د پنځه ویشت سلنه ولسي ونډې په اخیستو سره درې میاشتو په موده کې ګټې اخیستنې ته سپارلې ده .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.