ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پکتيا کې د صنعتي پارک نه فعالېدو له امله ګڼې فابريکې فلج يا نورو ولايتونو ته لېږدول شوې دي”

“پکتيا کې د صنعتي پارک نه فعالېدو له امله ګڼې فابريکې فلج يا نورو ولايتونو ته لېږدول شوې دي”

author avatar
22 Jan 2020 - 17:19
“پکتيا کې د صنعتي پارک نه فعالېدو له امله ګڼې فابريکې فلج يا نورو ولايتونو ته لېږدول شوې دي”
author avatar
22 Jan 2020 - 17:19

ګردېز (پژواک، ۲ سلواغه ۹۸): د پکتيا ولايت صنعت کاران او پانګه وال شکايت کوي چې د شاوخوا دوولس کلونو په تېرېدو لا هم صنعتي پارک نه دی فعال شوی او د دې ستونزې له امله ګڼې فابريکې فلج او يا هم نورو ولايتونو ته لېږدول شوې دي.

دوی په يوه خبري کنفرانس کې ګواښ وکړ که صنعتي پارک فعال او اسانتياوې ورته برابرې نه شي، نو شته فابريکې به هم وتړل شي.

د صنايعو او کانونو خونې سيمه ييز مشر فضل الدين جلالزی د برېښنا په قيمت کې نه تخفيف او په ډنډ پټان ګمرک کې د فابريکو د خامو موادو لپاره د منظورې شوې اسانتيا نه پلي کېدل دوه بېلګې يادوي او وايي چې په دې ولايت کې د صنعت کارانو او پانګه والو په اړه د وزيرانو شورا يا ولسمشرۍ ماڼۍ څخه منظورېدونکې موارد نه پلې کيږي.

جلالزي وويل: ((ډېرې فابريکې بندې شوې او يا لوګر، خوست او کابل ته انتقال شوې. دا کوم موضوعات چې له وزيرانو شورا يا رياست جمهوري څخه پاس کيږي، ولايتي ادارې دلته د هغوی د تطبيق لپاره هېڅ نه کوي يا يې صلاحيت نه لري. زه يو مثال وايم چې له برېښنا شرکت سره مو صنعت کارانو ته د تخفيفي رېټ ستونزه وه، هغوی ويل چې موږ ته مرکز اجازه نه ده راکړې، موږ مرکز ته لاړو، هغوی ويل چې دا صلاحيت موږ ولاياتو ته نه دی ورکړی.))

يو تن پانګه وال معراج الدين احمدزی وايي چې د خپلې فابريکې لپاره يې له ګاونډي پاکستان څخه خام مواد راوړل، خو په ګمرک کې ورته د تخفيف د نه شتون سربېره اړ شو چې د توکو د واردولو لپاره رشوت ورکړي.

احمدزی وويل: ((زه په پکتيا کې کارخانه لرم، خام مواد مې واردول، لس ورځې مې موټر په ګمرک کې ولاړ و، خو چارواکو مجبور کړم، کمېشن کار او نورو ته پيسې ورکړم او په درې ساعتونو کې مې موټر ګردېز ته راورسېد.))

صنعت کار عبدالله وايي چې په اړوندو دولتي ادارو کې يې چارې په وخت نه خلاصيږي او په خبره يې پيسو ورکولو ته د اړ کولو لپاره يې په يوه او بله پلمه کارونه ځنډول کيږي.

نوموړي زياته کړه: ((په نهمه مياشت کې مې د کار جواز اخيستی، محيط زيست ته يې معرفي کړی يم. شاروالي کې مې کار بند دی، شاروال کله يوه خبره راته کوي، کله بله. زموږ د خوار ولس غږ څوک نه اوري.))

پانګه وال قاري رحمت الله ګواښ کوي چې که د پکتيا د صنعت کارانو او پانګه والو ستونزو ته جدي پام ونه شي، په مدني اعتراضونو به لاس پورې او بازار به وتړي.

رحمت الله وايي:((که زموږ صنعت کارانو ته برق ونه رسيږي، پارک صنعتي توزيع او محيا نه شي، نو د نورو کارخانو دروازې به هم وتړل شي.))

د پکتيا د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر عبدالنصير عالميار هم نيوکه کوي چې ولسمشر غني په اقتصادي زون د پکتيا د بدلولو ژمنه کړې، خو په خبره يې د دې زون له چارو پرته آن لومړني کارونه هم لا نه دي تر سره شوي.

عالميار پژواک ته وويل چې ګڼ سوداګر او پانګه وال په ګردېز کې پانګونې ته لېواله دي، خو په خبره يې د يادو ستونزو له امله زړه نه ښه کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.