ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د فساد ضد راپور کې له ١٠٠ څخه ١٦ نومرې اخيستې دي

افغانستان د فساد ضد راپور کې له ١٠٠ څخه ١٦ نومرې اخيستې دي

author avatar
23 Jan 2020 - 15:40
افغانستان د فساد ضد راپور کې له ١٠٠ څخه ١٦ نومرې اخيستې دي
author avatar
23 Jan 2020 - 15:40

کابل (پژواک، ٣ سلواغه ٩٦): افغانستان د روڼتيا نړيوال سازمان په کلني راپور کې د نړۍ د ١٨٠ هېوادونو له ډلې، پنځم نمبر فاسد هېواد پېژندل شوى دى.

د ياد سازمان له خوا په ٢٠١٩ زېږديز کال کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د اداري فساد په اړه کلنى راپور نن خپور شو چې په کې بېلابېل هېوادونه په ١٨٠ برخو طبقه بندي شوي  او افغانستان د ١٦ نومرو په اخيستلو ١٧٣ مقام خپل کړى دى.

په دې درجه بندۍ کې افريقايي هېواد صوماليا د ٩ امتيازونو، سوېلي سوډان د ١٢ امتيازونو او سوريه د ١٣ امتيازونو په اخيستلو په ترتيب سره په لومړي، دويم او درېيم مقام کې راغلي دي.

دغه راز يمن ١٥ سره څلورم او افغانستان ١٦ نومرو سره پنځم مقام خپل کړى دى.

نيوزيلينډ د ٨٧ او ډنمارک د ٨٧ نومرو په اخيستلو سره په ترتيب دوه له فساده پاک هېوادونه پېژندل شوي دي.دغه راز فنلينډ، سويس او سينګاپور درېيم ، څلورم او پنځم مقامونه خپل کړي دي.

افغانستان په ٢٠١٦  او ٢٠١٧ کلونو کې ١٥ امتيازونه خو په ٢٠١٨ کال کې يې ١٦ امتيازونه ترلاسه کړي او د نړۍ څلورم فاسد هېواد پېژندل شوى و.

د روڼتيا نړيوال سازمان مشرې ډيليا فيريرا روبيو له حکومتونو غوښتي چې د فساد پر ضد جدي اقدامات وکړي.

د افغانستان د روڼتيا څار سازمان اجرايي مشر سيد اکرام افضلي چې نن يې په خبري ناسته کې خبرې کولې، وويل: ((له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ملي يووالي حکومت اقدامات نا خپلواک او سياسي دي، د مدني ټولنو د پر له پسې سپارښتنو په اړه د سياسي بې تفاوتۍ پايلې د دې لامل شوې چې له اداري فساد سره مبارزه له رکود سره مخ شي.))

ياد ارګان وړانديز کوي چې حکومت بايد فساد د ملي امنيت پر وړاندې ګواښ وبولي او ورسره مبارزې ته يې له نا امنۍ سره د مبارزې په څېر لومړيتوب ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.